د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۵

سره صلیب ۶ میاشتو کې د نژدې ۵۰ زره افغان ټپیانو په درملنه کې مرسته کړې


ارشیف، غزني کې یو شمېر ټپیان د سره صلیب د کمېټې له لوري یې درملنه کیږي.
ارشیف، غزني کې یو شمېر ټپیان د سره صلیب د کمېټې له لوري یې درملنه کیږي.

د سره صلیب یا 'ای.سي.ار.سي' د راپور له مخې افغانستان په نړۍ کې د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی ځای دی او اکثر قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د سره صلیب په راپور کې راغلي دي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په افغانستان کې د جګړو له امله د څه باندې نهه څلوېښت زره پنځه سوه ټپيانو په درملنه کې مرسته کړې ده.

سور صلیب وایي چې په دې حساب هره ورځ په منځنۍ کچه دوه سوه اویا کسان درملنې ته اړتیا پیدا کوي چې اکثر یې سخت ټپیان وي.

سور صلیب په خپل راپور کې چې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۳۰مه) یې خپور کړ څرګندوي چې تېرو شپږو میاشتو کې یې یوازې د کندهار ښار په میرویس روغتون کې د دوه زره درې سوه شپږ شپېته کسانو په درملنه کې مرسته کړې ده چې دا کسان په وسلو زخمیان شوي وو.

کندهار کې د میرویس روغتون
کندهار کې د میرویس روغتون

دا راپور د جنوري له لومړۍ د جون تر وروستۍ نېټې موده رانغاړي تر دې وروسته په تېرو څه باندې درې اونیو کې په کندهار کې جګړې سخته شوې او پراخې شوې دي.

د کندهار ښار د میرویس روغتون مشر ډاکټر محمد داوود فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې په څه باندې یوې اوونۍ کې یې د جګړې د شااوخوا دوه نیم سووه کسانو درملنه کړې ده.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه: "تېرو لسو ورځو کې میرویس روغتون ته د جنګ له امله له مختلفو سیمو څخه لکه؛ میرویس مېنه، زوړ ښار، ۱۴مه حوزه، میربازار، ډنډ، دامان، کوتل مرچه، ارغنداب، شاه ولي کوټ، له دغو ساحو څخه ۳۴۶ ټپيان موږ ته راړول شوي دي چې په دوی کې ۲۴۸ ملکیان دي."

د افغانستان لپاره د سره صلیب مشر ایلوي فیلیون
د افغانستان لپاره د سره صلیب مشر ایلوي فیلیون

د سره صلیب په وینا په کندهار کې د سږکال د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې د تېرکال همدې مودې پرتله د ټپیانو شمېر یو په دوه زیات شوی دی.

د افغانستان لپاره د سره صلیب مشر ایلوي فیلیون د جګړې پر دواړو ډلو غږ کړی دی چې د ملکیانو د ژغورنې لپاره ډېر څه وکړي.

ښاغلی فیلیون زیاتوي چې د جګړو له امله د اوبو د سیستم بندېدل، د برښنا پرې کېدل، پر روغتیایي مرکزونو او روغتیاپالانو بریدونه هغه څه دي چې د افغانانو ژوند یې نورهم سخته کړی دی.

XS
SM
MD
LG