د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۲۲

طالبانو د غني او د حکومت لېرې کېدل غوښتي؛ امریکا: له دواړو ملاتړ کوو


جمهوررئیس محمداشرف غني تېر ماښام د امریکا متحدو ایالاتونو جمهوررئیس جوبایډن سره ټیلیفوني خبرې کړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني تېر ماښام د امریکا متحدو ایالاتونو جمهوررئیس جوبایډن سره ټیلیفوني خبرې کړي.

وروسته له دې چې طالبانو د ولسمشر اشرف غني او د افغان حکومت د لېرې کېدو غوښتنه وکړه، د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن له افغان ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې او هغه ته یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.

د طالبانو یوه ویاند او د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین پرون له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې که د مذاکراتو په نتیجه کې ټولو افغانانو ته دمنلو وړ حکومت په کابل کې واکمن شي او د اشرف غني په مشرۍ حکومت ولاړ شي نو طالبان به خپلې وسلې کېږدي.

ارګ پرون جمعه (د زمري ۱مه) ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ښاغلي بایډن د دې خبرو پر مهال د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د بیان له مخې دواړو ولسمشرانو د سولې د ټینګښت لپاره د افغانانو ترمنځ د ګډو هڅو، له افغانستان سره د امریکا د ډيپلوماټیکو او اقتصادي مرستو د دوام او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر خونديتوب ټینګار وکړ.

د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو له بېګانیو ټیلیفوني خبرو مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې ښاغلی بایډن او اداره یې د ولسمشر غني او د هغه د حکومت ملاتړ کوي.

اغلې ساکي زیاته کړه: "ولسمشر او اداره یې د اشرف غني په ګډون د افغانانو د مشرانو ملاتړ کوي. باید ووایم چې اوس مهال د افغان مشرانو ترمنځ د سولې خبرې او بحثونه روان دي چې موږ یې قطعي ملاتړ کوو خو موږ به له حکومت سره په بشري، امنیتي او روزنیزو برخو کې مرستو ته دوام ورکړو او همدا راز هڅوو یې چې د خپلو خلکو په دفاع او امنیت کې ټاکونکی رول ولوبوي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي ټینګار وکړ چې ښاغلی بایډن او اداره یې د ولسمشر غني او د هغه د حکومت ملاتړ کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي ټینګار وکړ چې ښاغلی بایډن او اداره یې د ولسمشر غني او د هغه د حکومت ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې بریتانیا په رسمي سفر ته تللی، پرون له سکای نیوز ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې خبرداری ورکړچې له پاکستاني مدرسو څخه شااوخوا ۱۵ زره نور وسله وال د طالبانو په لیکو کې د جګړو لپاره افغانستان ته را روان دي.

ښاغلي محب د استخباراتي سرچینو په حواله وویل، دا وسله وال له هغو لس زره طالبانو جلا دي چې مخکې له دې استخدام شوي دي.

محب زیاته کړه: "زموږ د اټکل له مخې لس زره جنګیالي د جګړو په دې فصل کې د پاکستان له مدرسو څخه د جګړې لپاره افغانستان ته راغلي دي او استخباراتي معلومات ښيي چې کېدای شي شااوخوا پنځلس زره نور نوي استخدام شوي جنګیالي هم د افغانستان پر لور روان وي. نو طالبانو له هغو پټنځایونو څخه چې په چم ګاونډ کې یې لري دا امکانات ترلاسه کړل چې خپلې لیکې بیا له سره جوړې او د حملو لړۍ بیا پیل کړي."

ښاغلي محب همدا راز ټینګار وکړ چې طالبانو له تروریستي ډلو سره، هسې چې له امریکا سره د سولې په موافقه کې یې ژمنه کړې وه، اړیکې نه دي پرې کړي.

ښاغلي محب وویل له پاکستاني مدرسو څخه شااوخوا ۱۵ زره نور وسله وال د طالبانو په لیکو کې د جګړو لپاره افغانستان ته را روان دي.
ښاغلي محب وویل له پاکستاني مدرسو څخه شااوخوا ۱۵ زره نور وسله وال د طالبانو په لیکو کې د جګړو لپاره افغانستان ته را روان دي.

د ملي امنیت سلاکار د ازبیکستان اسلامي نهضت د مثال په توګه یاد کړ او ویې ویل دې ډلې چې د ده په وینا له طالبانو سره ډېر نژدې اړیکي پالي، په عین حال کې اسلامي دولت ډلې یا داعش ته بیعت کړی دی.

حمدالله محب همدا راز پر طالبانو تور ولګاوه چې د سولې په مذاکراتو کې یې هېڅ داسې نښې نه دي ښودلي چې ‎په صادقانه هڅو کې وشمېرل شي او زیاته یې کړه چې طالبان ان د سولې له خبرو هم د خپلې پوځي اجنډا د پرمخ بیولو لپاره کار اخلي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ښاغلي محب د څرګندونو په اړه د طالبانو د ویاندویانو غبرګون هم ترلاسه کړي خو دی د دې راپور د برابرولو تر مهاله د دوی غبرګون ترلاسه نه شو.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG