د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

وېلسن: د طالبانو چوپتیا د افغان ملکیانو پر وړاندې د دې ډلې بې تفاوتي ښيي


دوحه کې د طالبانو سیاسي استازي
دوحه کې د طالبانو سیاسي استازي

پر طالبانو د امریکايي چارواکو نیوکې زیاتې شوي چې دا ډله د سولې معنی لرونکې خبرې نه پيلوي.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن پرون ماښام په خپل ټوېټر لیکلي چې د سولې معنی لرونکو خبرو د پيل په اړه د طالبانو چوپتیا د افغان ملکیانو پر وړاندې د دې ډلې بې تفاوتي په ډاګه کوي.

راس وېلسن زیاته کړې هره ورځ په افغانستان کې لا زیات مرګونه او ورانی کېږي چې کیدای شي مخه یې په ښه نیت د سولې په خبرو کې په ګډون سره ونیول شي.

وېلسن له څو ورځو راهیسې د اوربند هشټګ خپروي او ټینګار یې دی چې طالبان دې سمدستي تاوتریخوالی ودروي.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن

د امریکا د سفارت شارژدافیر په یوه جلا ټوېټ کې د سږکال لومړیو شپږو میاشتو د ملکیانو مرګ ژوبله چې ارقام یې یوناما خپاره کړي په تېره بیا دا چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې ۳۲ سلنه ماشومان جوړوي زړه بوږنوونکي بللي.

هاخوا د امریکا یوه مخکښ جمهوریپاله سناتور لینډسي ګراهام بیا د طالبانو پر وړاندې د برلاسي لپاره له افغان پوځیانو د امریکا هوایي ملاتړ اړین بللی.

هغه دوشنبه په خپل ټوېټر لیکلي، خوښ دی چې امریکا له افغان پوځ هوايي ملاتړ کوي. د ګراهام په خبره که دا چاره دوام پیدا کړي نو هم به د جګړې په ډګر او هم به د خبرو په میز کې د طالبانو په وړاندې یوه برلاسي رامنځته کړي.

ګراهام زیاته کړې، د بایډن اداره باید طالبان پوه کړي چې له افغان پوځیانو د امریکا هوايي ملاتړ به له زماني خنډ پرته روان وي.

د امریکا دغه مخکښ جمهوریپال سناتور دا اندېښنه هم ښودلې چې که هوايي ملاتړ نه وي امریکا او افغان مېرمنې له ګواښ ډکې ورځې په مخ کې لري.

سناتور لینډسي ګراهام بیا د طالبانو پر وړاندې د برلاسي لپاره له افغان پوځیانو د امریکا هوایي ملاتړ اړین بللی.
سناتور لینډسي ګراهام بیا د طالبانو پر وړاندې د برلاسي لپاره له افغان پوځیانو د امریکا هوایي ملاتړ اړین بللی.

ګراهام داسې وخت له افغان پوځ د هوایي ملاتړ په دوام ټینګار کړی چې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال کېنټ فرنکلین مککنزي د دوشنبې په ورځ د افغان پوځیانو په ملاتړ د هوايي بریدونو د دوام ډاډ ورکړی: "متحده ایالاتو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ خپلې هوایي حملې په دې وروستیو ورځو کې زیاتې کړي او موږ چمتو یو چې د دغه ملاتړ کچه د طالبانو د حملو د دوام په صورت کې لا زیاته کړو"

جنرال مککنزي ټینګار وکړ چې طالبان یې د جګړې له لارې نه شي ګټلی.

د متحده ایالتونو دغه لوړپوړي جنرال چې د مرکزي قوماندانۍ سنټکام په مشري سربېره د افغانستان ماموریت تازه ور په غاړه شوی دا هم وویل چې"سختې ورځې مخکې دي، خو داسې لاره هم شته چې دغه جګړه د یوې سیاسي هوکړې په لوري بیولی شي."

افغان چارواکي وايي، سوله له یوه غښتلي دریځه غواړي خو په داسې شرایطو کې چې طالبان سولې ته غاړه نه ږدي افغان پوځیان یې په مخ کې دریږي.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عمومي ویاند جنرال اجمل عمر شینواري دوشنبه په یوه کنفرانس کې د امریکا د هوايي ملاتړ هرکلی وکړ او اړین یې وباله: "موږ د هغوی له هوايي ملاتړ هرکلی کوو په پوځي برخه کې. کله چې دښمن د افغانستان د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب نه وايي. نه له دیني لحاظه نه له شرعي لحاظه نه له قانوني لحاظه نو په افغان وسله وال پوځ د افغانستان د خاورې ساتل هم فرض دي."

طالبانو د امریکا هوايي بریدونه د دوحې د تړون سرغړونه بولي.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عمومي ویاند جنرال اجمل عمر شینواري
د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عمومي ویاند جنرال اجمل عمر شینواري

د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې امریکایي ځواکونو ته په خطاب وویل:​ "کوم توافقنامه چې د دوحې په تړون کې شوې په هغې کې خپلو تعهداتو ته پابند اوسئ. که تاسو په رښتیا هم خپلو تعهداتو ته التزام وکړئ او څه چې د دوحې په تړون کې راغلي په هغه عمل وشي یقین دی چې ستونزې به ورسره هواریږي. دا چې له هغه سرغړونه کېږي په موافقې عمل نه کېږي نو بیا به ستونزې وي. موږ خو له خپلې خاورې دفاع کوو. دا چې تاسو له نورو مُلکو لرو ځایونو راځئ زموږ په مُلک بمبارۍ کوئ دا یو لوی ظلم دی."

نعیم وویل، طالبان خبرو ته چمتو دي او د ده په خبره د خبرو په نتیجه کې وه چې بین الافغاني مذاکرات پیل شول او بهرنیان له افغانستانه په وتلو شول.

د جګړو له تودېدو او د امریکایي چارواکو له تُندو نیوکو سره سره په دوحه کې د سولې د پروسې د چټکۍ لپاره هڅې کېږي.

تازه دوشنبه د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د افغان دولت د مرکچي پلاوي له مشر معصوم ستانکزي سره کتلي او ټینګار یې کړی چې د سولې پروسه باید ګړندۍ شي او په دې تړاو ملګري ملتونه له قطر سره هم کار کوي.

XS
SM
MD
LG