د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

د بې وزلو او بډایو هېوادونو ترمنځ د کرونا ضد واکسینونو ویش کې لویه نابرابري


ارشیف، هند کې د کرونا ضد واکسین ته په نوبت ولاړ کسان
ارشیف، هند کې د کرونا ضد واکسین ته په نوبت ولاړ کسان

شااوخوا شپږ میاشتې مخکې په روسیه، بریتانیا، متحده ایالاتونو او ځینو نورو هېوادونو کې د کرونا واکسینونو تطبیق پیل شو. اوس په نړۍ کې د کرونا د واکسینونو د ورکړل شوېو ستنو شمېر له درې میلیارډو اوښتی دی.

خو د بلومبرګ د شمېرو له مخکې د کرونا پرضد د واکسینونو په دې لوی نړیوال کمپاین کې د فقیرو او بډایو هېوادونو ترمنځ توپیر څرګند دی.

د نړۍ ۲۷ بډایو هېوادونو د تطبیق شوېو واکسینونو ۲۳ سلنه کارولي دي.

د امریکا متحده ایالاتونه د نړۍ د نفوس ۴ عشاریه ۳ برخه جوړوي، خو تر اوسه یې په نړیوال کچ تر ۱۱ سلنې زیات د کرونا واکسین کارولي.

چین چې د نړیوال نفوس شااوخوا ۱۹سلنه جوړوي، د نړۍ په کچه د لګول شوېو واکسینونو په سلو کې څلويښت فیصده یې کارولي دي.

خو د افریقا په ډېرو هېوادونو کې د واکسینونو کچه په سلو کې تر یو لاندې ده او د نړۍ نور بې وزلي هېوادونه هم د کرونا د واکسینونو د تطبیق په برخه کې په ورته وضعیت کې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس اډهانوم ګیبریوسیس ویلي، 'نړۍ ناکامېږي' نوموړي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د نابرابرۍ له کبله نړۍ د کرونا وبا له 'دوو کرښو' سره مخ ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس اډهانوم ګیبریوسیس
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس اډهانوم ګیبریوسیس

د واکسینونو په ورکولو کې دا سیالي داسې مهال ده چې د کرونا ویروس ډیلتا بڼه چې لومړۍ په هند کې ولیدل شوه او ډېره ژر خپریدونکي ده، په چټکۍ د نړۍ په ناواکسین شوېو وګړو کې خپریږي.

دې نوې بڼې له اسیا پسفیک څخه رانیولی تر روسیې پورې هېوادونه اړ کړي چې د مخنیوي لپاره یې تازه محدودیتونه ولګوي.

په اندونیزیا کې سره صلیب خبرداری ورکړی چې د ۲۷۰ میلیونه وګړو دا هېواد د ' کووېډ-۱۹ د یو ناورین په څنډه دی' په دې هېواد کې د کرونا ډیلټا بڼې پېښې زیاتې شوي او په روغتونونو کې ګڼه ګڼه زیاته شوې ده. په دې هېواد کې د لویانو په سلو کې تر پنځو کم واکسین شوي دي.

اندونیزیا کې د کرونا ضد واکسین د ورکړې بهیر
اندونیزیا کې د کرونا ضد واکسین د ورکړې بهیر

د امریکا متحده ایالاتونو د کرونا د واکسینونو د مرستو په لړ کې تازه مرستې اعلان کړي او ویلي یې دي چې یو میلیون فایزر بایو اینټیک واکسین په پاراګوای او دوه نیم میلیونه جانسن اېنډ جانسن واکسین به کولمبیا ته ورکړي.

امریکا تردې مخکې افغانستان سره هم د درې میلیونه ډوزه واکسینونو مرستې اعلان کړی وو.

په عین حال کې د نړۍ د شل لویو اقتصادي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د کرونا د مهارولو په برخه کې په پراخه کچه پر نړیوالې همکارۍ ټینګار کړی دی.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG