د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

شمالي مقدونیا ۵۰۰ زره ډوزه د کرونا ضد چینايي واکسین ترلاسه کړل


ارشیف، شمالي مقدونیا کې د کرونا ضد چینايي واکسین بستې
ارشیف، شمالي مقدونیا کې د کرونا ضد چینايي واکسین بستې

شمالي مقدونیا پرون د کرونا ضد چینايي واکسین سینوواک ۵۰۰ زره ډوزه ترلاسه کړل.

له دې سره په دغه هېواد کې دې ته زمینه برابره شوه چې د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې د خوندیتوب کمپاین پراخ شي.

د شمالي مقدونیا د روغتیا وزیر وینکو فیلیپسي (Venko Filipce) ویلي چې په راروانو اوونیو کې به په دغه هېواد کې د واکسین پروګرام لا چټک شي.

دغه هېواد تېره شنبه د کوواکس پروګرام له لارې د فایزر بایو اېن تیک واکسین ۱۰۰ زره ډوزه ترلاسه کړي وو.

د شمالي مقدونیا د دوو ملیونو او یو لک نفوسو له جملې ۲۵ فیصدو یې د کرونا ضد واکسین یوه ستن لګولې ده.

XS
SM
MD
LG