د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

واشنګټن ته له افغان پلاوي سره مل فلمبردار په کرونا اخته و


آرشیف
آرشیف

واشنګټن ته له افغان پلاوي سره د یوه ملهَ فلمبردار د کرونا نتیجه مثبته شوې ده.

د رویټرز اژانس په وینا دا خبر د امریکا کانګرس ورکړی دی.

رویټرز څرګندوي چې کله ولسمشر اشرف غني د کانګرس له مشرانو سره کتل دا فلمبردار نه و خو کله چې ولسمشر غني د امریکا د استازیو جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره کتل، دې خبریال فلم اخېسته.

همدا سرچینه وایي، دوی په دې باور دي چې له ولسمشر غني سره چې په دې سفر کې څوک ملګري وو، ټول واکسین شوي دي.

XS
SM
MD
LG