د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي: د کورنۍ غړي مو دې هم د کرونا ضد واکسین شي


ارشیف، په هرات روغتون کې یو شمېر ډاکټران
ارشیف، په هرات روغتون کې یو شمېر ډاکټران

یو شمېر ډاکټران او روغتیایي کار کوونکي وایي چې د کورنۍ غړي یې د کرونا ویروس له ګواښ سره مخ دي.

دوی پر عامې روغتیا وزارت غږ کوي چې د کورنۍ غړو ته یې د واکسین د تطبیق زمینه برابره کړي.

د کرونا ویروس د زرګونو نورو وګړو ترڅنګ د څه باندې سلو روغتیایي کار کوونکو او ډاکټرانو ژوند هم اخیستی.

ننګیالی د محمد جناح روغتون یو له هغو نرسانو څخه و چې دوه اوونۍ وړاندې د کوېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د هغه ورور عبدالودوود وایي، ننګیالي له تېرو څو کلونو راهیسې د کابل ښار په بېلابېلو روغتونونو کې د نرس په توګه دنده ترسره کړه، خو څو ورځې وړاندې له کرونا ناروغۍ سره تر یوې میاشتنې مبارزې وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دی وايي: "ډاکټر ننګیالي اوس هم دنده ترسره کوله او د نوکرۍ پر مهال یې وضعیت خراب شو او کورته راوستل شو،۲۷ ورځې له دې ناروغۍ سره مبارزه وکړه، خو له بده مرغه دوه اوونۍ وړاندې د شپې په اته بجو په محمد علي جناح روغتون کې ساه ورکړه."

په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.
په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.

ننګیالي ۳۵ کاله عمر درلود، واده یې کړی و او د راشد او فردوس په نومونو یو څلور کلن او بل دوه نیم کلن ماشومان درلودل.

عبدالودود وایي، ورور یې ننګیالي په یو کرایه کور کې ژوند کاوه او اوس یې بچیان له ناوړه وضعیت سره مخ دي.

دی وايي: "د کورنۍ اقتصادي وضعیت په اړه درته ووایم چې د دولت کار کوونکی و، شپاړس تر اولس نیم زره افغانۍ معاش یې درلوده چې له دې د کور کرایه ورکوله اوس هغه معاش هم نه ورکول کېږي او بچیان یې په ناوړه وضعیت کې دي، له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې د ماشومانو لپاره یې د هغه معاش ورکړي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا ناروغۍ له پیله تراوسه ۱۰۲ ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د کرونا د درېیمې څپې له پیله تر اوسه کرونا وبا د درېیو ډاکټرانو او روغتیایي کار کوونکو ژوند اخیستی.

په ورته وخت کې یو شمېر ډاکټران او روغتیایي کار کوونکي وایي، که څه هم دوی د ناروغۍ په لومړۍ کرښه کې دي، خو د دوی کورنیو تر اوسه واکسین نه دی ترلاسه کړی او د ویروس د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.

یو له دوی څخه فیاض قلندري دی چې د جمعې په ورځ یې ازادي راډیو ته وویل:

"د روغتیایي کار کوونکو د کورنیو واکسین لپاره عامې روغتیا وزارت تر اوسه کوم پروګرام نه لري، روغتیایي کار کوونکي خپلو کورنیو د ویروس د انتقال یوه وسیله ده چې د ډېرو کورنۍ په دې ناروغۍ اخته شوي دي."

په ورته مهال ډاکټر ناهید نبوي هم ورته مسالې ته اشاره کوي وایي، ان د ډېرو ډاکټرانو کورنۍ په دې ویروس اخته شوي.

خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي وویل چې د یوې منظمې تګلارې پر اساس به د روغتیایي کار کوونکو او ډاکټرانو کورنیو ته واکسین ورکړل وشي.

دی وايي: "د روغتیایي کار کوونکو او ډاکټرانو کورنۍ د ټولنې یو له زیان مننونکو څخه دي چې د یوې تګلارې پر اساس به په نږدې راتلونکي کې ورته واکسین تطبیق شي."

په افغانستان کې کرونا تر دې مهاله د ۴۵۰۰ افغانانو ژوند اخېستی، خو ویل کېږي غیر رسمي شمېرې تر دې لوړې دي.

په روغتونونو کې د اکسبجن کمښت د کووېډ-۱۹ ناروغانو لپاره یو له جدي ستونزو شمېرل کېږي چې له ټولو ژمنو سره-سره لا هم ستونزه پرځای ده.

په ورته وخت کې د کرونا واکسین تطبیق په هېواد کې دوام لري او امریکا تازه اعلان کړی د جانسن اېند جانسن شرکت له لوري به افغانستان سره د نږدې ۳ میلیونه ډوزه واکسین مرسته وشي.

XS
SM
MD
LG