د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

نړۍ کې د کرونا واکسین د لګول شوېو ډوزو شمېر له ۳ میلیاردو واوښت


ارشیف، ایران کې یوه روغتیاپاله د کرونا ضد واکسین لګوي.
ارشیف، ایران کې یوه روغتیاپاله د کرونا ضد واکسین لګوي.

په نړۍ کې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ ضد واکسین د لګول شوېو ډوزو شمېر له درې میلیارډو واوښت.

له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې چې د لومړي ځل لپاره په بریتانیا، روسیې، امریکا او نورو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسینونو د تطبیق بهېر پیل شوی، تر اوسه دغومره ډوزه واکسین تطبیق شوي دي.

د بلومبرګ د څېړنې له مخې په نړۍ کې د واکسینونو دغه تاریخي کمپاین دغه راز د شتمنو او بې وزلو هېوادونو ترمنځ نا انډولي هم په ډاګه کړې، په دې معنی چې د ټولو تطبیق شوېو واکسینونو په سلو کې ۲۳ یې په ۲۷ شتمنو هېوادونو پورې تړلي.

د امریکا متحده ایالاتونه چې د نړۍ د نفوس ۴،۳ جوړوي، د ټولو واکسینونو په سلو کې څه باندې ۱۱مه برخه یې تطبیق کړې او ۴۰ سلنه په چین پورې چې وګړي یې د نړۍ د ټول نفوس شااوخوا په سلو کې ۱۹ جوړوي، تړل شوي.

تر ټولو کم واکسین په افریقا کې تطبیق شوی چې یو سلنه ښودل شوی او د کرونا ضد واکسینونو له پلوه په ډېرو نورو بې وزلو هېوادونو کې هم وضعیت دې ته ورته دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان 'WHO' مشر ټېډروس اډهانوم ګیبریسیوس خبرداری ورکړ چې نړۍ له ناکامي سره مخامخ ده او زیاته یې کړه چې له دغې وبا سره دوه ډوله چلند چې نوموړي نابرابري وبلله کېږي.

XS
SM
MD
LG