د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

فایزر/ بایو انټیک او موډرنا ته د امریکا خبرداری


فایزر/ بایو انټیک او موډرنا واکسین
فایزر/ بایو انټیک او موډرنا واکسین

د امریکا د متحدو ایالاتونو د درملو د تنظیم ادارې، د کرونا ضد واکسین تولیدوونکو شرکتونو فایزر/ بایو انټیک او موډرنا ته خبرداری ورکړ چې د دوی واکسینونه تر لګولو وروسته په ځینو کسانو کې د زړه د لږ پړسوب یا التهاب سبب شوي دي.

په خبرداري کې هغو ډاکټرانو ته چې دغه واکسین خلکو ته لګوي، ویل شوي چې دغه واکسین تر ډېره په ځوانو سړیو کې د ځینو جانبي عوارضو سبب کېږي، لکه د زړه د عضلې او پوښ د پړسوب احتمال.

د امریکا د خوړو او درملو د تنظیم ادارې پرون وویل، د جون له یوولسمې په امریکا کې د دغو عوارضو ۱۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

دغې ادارې ویلي، د دغو عوارضو ۳۰۹ پېښې تر دېرشو کلونو په کم عمره کسانو کې ثبت شوي چې د دوی په سلو کې ۹۵ کسان په روغتونونو کې تر درملنې وروسته رخصت کړای شوي دي.

XS
SM
MD
LG