د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د اوو سترو صنعتي هېوادونو موافقه: د چین د اقتصادي فعالیتونو مخه نیسو


نشست رهبران جی ۷ در جنوب بریتانیا
نشست رهبران جی ۷ در جنوب بریتانیا

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا «جي-اووه» د ډلې مشرانو موافقه وکړه چې د چین د اقتصادي فعالیتونو به چې د ازاد بازار له اصولو سره برابر نه‌دي، مخه نیسي.

دغو مشرانو همدارنګه پیکېنګ د چین په شینجن او هانګ کانګ کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په خاطر هم وغانده.

دغو مشرانو د بریتانیا په جنوب کورنوال (Cornwall) ساحلي ښار کې د درې ورځنۍ سرمشریزې په پای کې موافقه وکړه چې په ګډه به د چین د دا ډول فعالیتونو په وړاندې چې په شفافه او عادلانه توګه د نړۍ اقتصادي فعالیتونه ګواښي، د ګډو اقداماتو لپاره په خپلو کې سلامشورو ته دوام ورکوي.

دغو مشرانو د بریتانیا په جنوب کورنوال (Cornwall) ساحلي ښار کې د درې ورځنۍ سرمشریزې په پای کې موافقه وکړه.
دغو مشرانو د بریتانیا په جنوب کورنوال (Cornwall) ساحلي ښار کې د درې ورځنۍ سرمشریزې په پای کې موافقه وکړه.

د امریکا متحده ایالات، کاناډا، بریتانیا، ایټالیا، جرمني، فرانسه او جاپان د دې ډلې غړي دي.

دوی په ګډه اعلامیه کې ویلي چې خپل ارزښتونه به پیاوړي کوي او په عین حال کې یې له چین څخه غوښتي چې په شینجن کې د بشري حقونو او اساسي ازادیو درناوی وکړي او په لوړه کچه دې د هانګ کانګ د ولسواکۍ اصل ومني.

چین په شینجن ایالت کې چې اکثریت اوسېدونکي یې اویغور او نور اقلیت مسلمانان دي له بشري حقونو څخه د سرغړونې په خاطر د نړیوالو له سختو انتقادونو سره مخامخ دی. د امریکا متحده ایالات له اویغور او نورو اقلیت مسلمانانو سره د پیکېنګ چلند نسل‌وژنه بللې ده.

هانګ کانګ چې د بریتانیا د مستعمرې د وخت د یوه هېواد او دوو سیستمونو قوانین په‌کې جاري وو او اوس د چین د خاورې برخه ګرځېدلې، اوسېدونکي او د بشري حقونو مدافعان‌یې چین تورنوي چې په وروستیو کلونو کې یې په دې سیمه کې ازادي او د هانګ کانګ ولسواکي محدوده کړې ده، خو پیکېنګ دغه تورونه په ځلونو رد کړي او هغه‌یې د چین د پرمختګ په وړاندې د لوېدیځ د مخنیوي هڅې بللې دي.

XS
SM
MD
LG