د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

«جي-اووه» له نورو هېوادونو سره د واکسین د شریکولو ژمنه وکړه


د سترو صنعتي هېوادونو یا د «جي-اووه» د ډلې مشران د بریتانیا په ساحلي ښار کورنوال (Cornwall) کې
د سترو صنعتي هېوادونو یا د «جي-اووه» د ډلې مشران د بریتانیا په ساحلي ښار کورنوال (Cornwall) کې

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د خپلې سرمشریزې په لومړۍ ورځ ژمنه وکړه چې واکسینونه به له نورو سره شریکوي او عادلانه اقتصاد به رامنځته کوي.

دا له نږدې دوو کلونو راهیسې چې کرونا وبا په ټوله نړۍ کې خپره شوې لومړی ځل دی چې د سترو صنعتي هېوادونو یا د «جي-اووه» د ډلې مشران د بریتانیا په ساحلي ښار، کورنوال (Cornwall) کې راټولېږي.

تمه کېده چې دغه مشران به د دغې وبا په وړاندې همغږه اقداماتو ته د پراختیا ورکولو پر چارو تمرکز وکړي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون چې د دغې سرمشریزې کوربه دی وویل، باید اجازه ورنه‌کړو چې دغه وبا پر نړۍ دوامداره داغ پرېږدي.

دغه‌راز تمه کېده چې دغه مشران به پر دې هم خبرې وکړي چې په څه ډول کولای شي د چین د 'یوه کمربند یوې لارې' د سترې پروژې مخنیوی وکړي.

هغو انتقادونو ته په پام چې د شتمنو او بې‌وزلو هېوادونو ترمنځ د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین انډول په پام کې نه‌دی نیول شوی، تمه ده چې د «جي-اووه» مشران به له بې‌وزلو هېوادونو سره د یو میلیارد دوز واکسین د مرستې ژمنه وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغې سرمشریزې دمخه راتلونکي کال د نړۍ له بې‌وزله هېوادونو سره د فایزر واکسین د ۵۰۰ ملیون دوزه مرستې ژمنه وکړه او بریتانیا هم د لږترلږه ۱۰۰ ملیون دوزه واکسین د مرستې ژمنه وکړه.

بریتانیا دغه‌راز ویلي چې د «جي-اووه» مشران به په نړۍ کې د یوې بلې وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات اعلان کړي. د «جي-اووه» په ډله کې کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او متحده ایالات شامل دي.

XS
SM
MD
LG