د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

بورېس جانسن: د امریکا او بریتانیا د همکاري لېوالتیا د 'تازه هوا یوه ساه' ده


د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسن او د امریکا ولسمشر جوبایډن
د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسن او د امریکا ولسمشر جوبایډن

د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسن وایي، د امریکا ولسمشر جو بایډن لېواله دی چې له دوی سره له اقلیمي بدلونه نیولی تر کووېډ-۱۹ او امنیت په ګډون پر یو شمېر مسالو کار وکړي.

جانسن له بریتانیا سره د بایډن د همکاري لېوالتیا 'د تازه هوا له یوې لویې ساه' سره تشبیه کړې ده.

جانسن د امریکا له ولسمشر سره تر ملاقات وروسته وویل، خبرو یې نژدې یو نیم ساعت دوام وکړ او په ګډه سخت کار سره کوي: "موږ پر ګڼ شمېر موضوعاتو خبرې وکړې، دا ډېر په زړه پورې دي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې او خپله د بایډن خبرې واورېدل شي. ځکه ډېر کارونه دي چې دوی غواړي په ګډه یې له موږ سره ترسره کړي، له امنیته نیولی، تر ناټو او اقلیمي بدلون پورې. دا په زړه پورې ده، دا د تازه هوا یوه ساه ده، دوی غواړي ډېرڅه په ګډه ترسره کړي."

د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسن
د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسن

جو بایډن په دې پیغام سره اروپا ته راغلی چې خپلو اروپایي متحدانو ته یو ځل بیا د امریکا د باوري ملګرتیا ډاډ ورکړي.

دی غواړي د مخکیني ولسمشر ډونالد ټرمپ د تګلارې خلاف بهرنۍ پالیسي ولوبوي، ځکه د ټرمپ تګلاره پردې ولاړه وه چې 'لومړی امریکا' ده.

جو بایډن له بورېس جانسن سره تر ملاقات وروسته اعلان کړی چې متحده ایالات به نیم میلیارد ډوزه د کرونا واکسین اخلي او کم عایده هېوادونو ته به یې د مرستې په ډول ورکوي.

بایډن ویلي، دوی دا کار د دې لپاره کوي چې د خلکو ژوند خوندي کړي.

د ده په خبره، امریکا غواړي چې د واکسینو تولید ځای و اوسي، لکه څنګه چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د ډموکراسۍ تولید ځای و.

بایډن او جانسن د ۷ سترو صنعتي هېوادونو یا 'جي ۷' هېوادونو د سرمشریزې په درشل کې سره کتلي دي.

بایډن او جانسن د خپلو لېدو کتو پر مهال د اتلانتیک یو نوی منشور هم لاسلیک کړ.
بایډن او جانسن د خپلو لېدو کتو پر مهال د اتلانتیک یو نوی منشور هم لاسلیک کړ.

ټاکل شوې دا سرمشریزه نن د جون میاشتې په ۱۱مه نیټه ترسره شي چې پر بایډن او جانسن سربېره په کې د پنځو نورو هېوادونو کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان مشران برخه اخلي.

بایډن او جانسن د خپلو لېدو کتو پر مهال د اتلانتیک یو نوی منشور هم لاسلیک کړ.

دا منشور اتیا کاله مخکې د امریکا د ۳۲م ولسمشر فرانکلین روزویلت او د بریتانیا د پخواني صدر اعظم وینستون چرچېل د هېلو او ژمنو پر اساس جوړ شوی دی.

دغه سند هغه ننګونې تعقیبوي چې د چین او روسیې په څېر هېوادونو له خوا د ازادې سوداګرۍ، بشري حقونو او نړیوال نظم پر وړاندې را ولاړېږي.

XS
SM
MD
LG