د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

'جي-۷' به پر شرکتونو له مالیې کمولو خپل ملاتړ اعلان کړي


ارشیف، د جي ۷ غړیو هېوادونو د مالیې وزیران
ارشیف، د جي ۷ غړیو هېوادونو د مالیې وزیران

په پام کې ده د نړۍ د اوو شتمنو هېوادونو ډله یا 'G-7' نن شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) پر شرکتونو له مالیې کمولو خپل ملاتړ اعلان کړي.

هدف دا دی،چې د ګوګل، فېسبوک او امازون په څېر څو-ملتي شرکتونه اړ ایستل شي، هغو هېوادونو ته ډېرې پیسې ورکړي چې د کرونا وبا یې اقتصاد زیات ځپلی دی.

د دې ډلې د اعلامیې د مسودې له مخې، په پام کې ده، د اوو شتمنو هېوادونو د مالیې وزیران او د مرکزي بانکونو مشران د واشنګټن له دې پېشنهادي طرحې خپل ملاتړ څرګند کړي.

د اوو شتمنو هېوادونو په ډله کې جرمني، فرانسه، بریتانیا، ایټالیا، جاپان، کاناډا او د امریکا متحد ایالاتونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG