د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۷

کریم خلیلي: که د سولې له رامنځته شوي فرصت سمه استفاده ونه‌شي، جګړه به دوام وکړي

د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر او د سولې عالي شورا مخکېنی رئیس کریم خلیلي
د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر او د سولې عالي شورا مخکېنی رئیس کریم خلیلي

د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر او د سولې عالي شورا مخکېنی رئیس کریم خلیلي وايي، که چېرې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت سمه استفاده ونه‌شي، په دغه هېواد کې به د نورو ډېرو کلونو لپاره هم جګړه دوام وکړي.

ښاغلی خلیلي په افغانستان کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي وايي چې د سولې بهیر په پرتله جګړه چټکه روانه ده.

ښاغلي خلیلي د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۳» یوې خبري غونډې ته وویل، د یوې عادلانه سولې لپاره حکومت، طالبان، سیاسي ډلې او بېلابېل قومونه باید دا فرصت له لاسه ورنه‌کړي.

د ښاغلي خلیلي په وینا سیمه او نړۍ هم اوس د افغانستان د سولې د بهیر له کامیابېدو ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې باید د وینې تویېدنې مخه ونیول شي.

دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

ښاغلی خلیلي زیاتوي: "اوس‌مهال که کوچنی غفلت هم وشي، بیا د راتلونکو کلونو لپاره هم له اوږدې جګړې سره لاس او ګرېوان یو، یو ښه فرصت رامنځته شوی او نن ورځ له افغانانو سره په نړیواله او سیمه‌ییزه کچه د سولې غږ بدرګه کېږي او دا د دې هېواد د خلکو لپاره تر ټولو لوی چانس دی."

ښاغلي خلیلي زیاته کړه چې له دې وروسته به زور او انحصار غوښتنه نتیجه ورنه‌کړي او طالبان باید سیاسي حل‌لارې او خبرو ته غاړه کېږدي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې د افغانستان د سولې پروسې ډېر پرمختګ نه‌دی کړی او تاوتریخوالی مخ په ډېرېدو دی.

په ورته وخت کې د جمهور رئیس د ویاند مرستیال لطیف محمود وايي چې سوله د افغان حکومت لپاره لومړیتوب دی، خو په خبره‌یې طالبانو د سولې پر ځای جګړه غوره کړې ده.

لطیف محمود، معاون سخنگوی رئیس جمهوری افغانستان
لطیف محمود، معاون سخنگوی رئیس جمهوری افغانستان

ښاغلی محمود وايي: "سوله د خلکو ارمان او د افغانستان د جمهوري ریاست یو له لومړیتوبونو څخه دی. موږ د عدالت او تل‌پاتې سولې ترلاسه کولو لپاره بنسټیز ګامونه اخیستي دي. بدبختانه چې طالبان د سولې په اړه کمزوری درک لري، دوی د خبرو اترو او سولې لپاره اراده نه‌لري او رامنځته شوي فرصتونه له لاسه ورکوي."

خو طالبانو تل ویلي چې دوی د سولې خبرو ته ژمن دي او د قطر په پلازمېنه دوحه کې به خبرو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي چې د سولې هڅې دوام لري. د نوموړي په خبره د جنګ پای او د خبرو پر مخ وړل غوره انتخاب دی او باید ورته ډېر پام وشي.

د حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوي دا مهال په قطر کې دي او تېره اوونۍ یې سره ولیدل، خو داسې انتقادونه مطرح دي چې دغه خبرو تر اوسه اوربند او د جګړې د کمېدو په برخه کې اغېزمنې نه‌دي تمام شوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG