د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د مکې د غونډې پرېکړه لیک؛ افغان او پاکستاني عالمان: د ترهګرۍ هره بڼه مردوده ده


پر افغان سولې د افغان او پاکستاني علماوو غونډه
پر افغان سولې د افغان او پاکستاني علماوو غونډه

افغان او پاکستاني علماوو د تاوتریخوالي او افراطیت هره بڼه غندلې او ټینګاریې کړی چې د افغانستان د اوږده ناورین یوازنی حل سوله ده.

دوی د پرونۍ (پنجشنبه-د غبرګولي ۲۰مه) غونډه په پرېکړه لیک کې د قراني ایتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې ټینګار کړی چې د مسلمانانو وینه باید ودرول شي او مسلمانان په ورورګلوۍ کې سره ژوند وکړي.

پرېکړه لیک کې راغلي، اسلام د سولې، زغم او پخلاینې دین دی او لارویان یې هم باید خپل مخالفتونه قران او حدیث ته په رجوع کولو سره ختم کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم وایي، کانفرانس کې د پام وړ مساله دا وه چې ګڼ شمېر پاکستاني علماوو په کې د سولې ملاتړ څرګند کړ.

ښاغلي سلیم زیاته کړه: "ډېر ښه تصمیمونه ونیول شول، په اعلامیه کې هم راغلل چې افغانستان کې جنګ د حل لاره نه ده. یوازې موږ کولای شو چې د سولې له لارې هدف ته ورسېږو. د پاکستاني علماوو تاکید هم و او د افغانستان د علماوو هم چې جنګ مردود دی، زما په اند دا یو ښه اقدام و، دا یو عملي اقدام و، د اول ځل لپاره د پاکستان علماوو په کې ګډون وکړ او په اول ځل لپاره د پاکستان علماوو په سوله باندې تاکید وکړ."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم

د افغانستان او پاکستان دیني علما پرون پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) د سعودي عربستان په کوربه توب او د اسلامي نړۍ د اړیکو سازمان تر چتر لاندې سره جرګه شول.

غونډه کې د افغانستان د علماوو مشري د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي کوله او د پاکستاني پلاوي مشر د هغوی د اسلامي او دیني چارو وزیر نورالحق قادري و.

د دوی د غونډې پرېکړه لیک هم تر ډېره په هغو اسلامي لارښوونو او سپارښتنو متمرکز دی چې الله او د هغه رسول مسلمانانو ته د ښه ژوند لپاره کړي دي.

دوی د یوه کس وژل د ټول انسانیت وژل یاد کړي دي او ویلي یې دي، د افغانستان د قضیې د حل په تړاو باید د مسلمانانو ټولنه خپل مسوولیت ادا کړي.

د مکې مکرمې د غونډې په پرېکړه لیک کې ټینګار شوی چې د افغانستان او پاکستان علما باید د اسلام حقیقي پيغام خپور کړي او دیني نسوس په مناسب ډول تفسیر کړي.

پرېکړه لیک کې غوښته شوې چې د افغانستان او پاکستان علما باید یوه ګډه ټولنه جوړه کړي چې د سولې له روانو هڅو سره مرسته وکړي.

د پاکستاني عالمانو د پلاوي مشر نورالحق قادري.
د پاکستاني عالمانو د پلاوي مشر نورالحق قادري.

دوی ویلي، تاوتریخوالی باید له هېڅ مذهب، ملیت، تمدن او نژاد سره ونه تړل شي او په خبره یې د افراطیت او ترهګرۍ له لارې د تاوتریخوالي هره بڼه مردوده ده، که هغه د ملکیانو وژل وي او یا هم انتحاري حملې.

د پرېکړه لیک په وروستۍ برخه کې د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې نوره وینه توېدنه ودروي او یو د بل پر وړاندې تحریک کوونکي کړنې پای ته ورسوي.

دوی غوښتنه کړې چې د جګړې ښکېلې ډلې باید په صادقانه ډول د سولې خبرې مخته بوزي چې په وسیله یې افغانان د سولې، پخلاینې، ثبات او د نړۍ له پرمختګه برخمن شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وايي چمتو دي چې د سولې خبرې مخته ولاړې شي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وايي چمتو دي چې د سولې خبرې مخته ولاړې شي.

د افغان حکومت د جګړې اصلي اړخ چې طالبان دي د مکې غونډې د پرېکړه لیک په اړه مشخص څه نه وایي، خو زیاتوي چې دوی له ۲۰۰۱ کال راهیسې دا تګلاره درلوده چې ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، دوی چمتو دي چې د سولې خبرې مخته ولاړې شي.

د سولې بین الافغاني خبرې نژدې نهه میاشتې مخکې په دوحه کې پیل شوې، خو تر اوسه ټکنۍ مخته روانې دي او کوم خاص پرمختګ په کې نه لېدل کېږي.

د همدې خبرو پرمهال په وار- وار د افغانستان له دننه او بهر له طالبانو وغوښتل شول چې له افغان ځواکونو سره اوربند وکړي، خو طالبانو دا غوښتنې رد کړي او ویلي یې دي، هغه وخت اوربند کوي چې خبرو کې پرمختګ وشي.

XS
SM
MD
LG