د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

مکه کې د سولې په اړه د افغان او پاکستاني علماوو غونډه؛ افغان جګړه باید پای ومومي


د سعودي عربستان مکه مکرمه کې د افغانستان د جګړې په اړه د افغان او پاکستاني دیني عالمانو غونډه
د سعودي عربستان مکه مکرمه کې د افغانستان د جګړې په اړه د افغان او پاکستاني دیني عالمانو غونډه

د سعودي عربستان مکه مکرمه د افغانستان د جګړې په اړه د افغان او پاکستاني دیني عالمانو د غونډې کوربه وه.

د دیني عالمانو دا ناسته چې نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۰» د سعودي عربستان په کوربه‌توب وه، د افغانستان د جګړې او په دې هېواد کې د سولې او ثبات د تینګښت په اړه په‌کې خبرې اترې او بحثونه وشول او دغه‌راز د خبرو اترو له لارې د افغان جګړې په پای ته رسېدو تینګار وشو.

د اسلامي همکارۍ سازمان کې د پاکستان دایمي استازي رضوان سعید د افغانستان په سوله کې د پاکستان په همکارۍ ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په هېوادونو پورې تړلی دی.

ښاغلی سعید زیاتوي: "د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په هېوادونو پورې تړلی دی او په دې برخه کې د علماوو رول ډېر مهم دی."

په همدې حال کې د اسلامي همکارۍ په برخه کې د پاکستان د دولت وزیر نورالحق قادري په دې ناسته کې د نړۍ د مسلمانانو پر یووالي او د دوی ترمنځ د اعتدال په ټینګښت ټینګار وکړ.

نوموړي وویل چې د مسلمانانو ترمنځ نفاق د دوی د کمزوري کېدو لامل شوی او همدا لامل دی چې په اسلامي هېوادونو کې افراطیت وده کړې ده.

د اسلامي همکاریو په برخه کې د پاکستان د دولت وزیر نورالحق قادري
د اسلامي همکاریو په برخه کې د پاکستان د دولت وزیر نورالحق قادري

په دې ناسته کې په سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر بلال اکبر هم وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات په پاکستان کې د سولې او ثبات په معنی ده.

ښاغلي اکبر وویل چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې په جدیت کار کوي.

ښاغلی اکبر وايي: "موږ د جغرافيې پر بنسټ نه، بلکې په تاریخي او فرهنګي لحاظ سره وروڼه یو، موږ باور لرو چې په افغانستان کې سوله په پاکستان کې د ثبات په معنی ده، پاکستان هغه هېواد دی چې په افغانستان کې تر بل هر هېواد په سوله او ثبات خوشحاله کېږي."

نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه پوځي حل‌لاره نه‌لري، باید د سولې او خبرو اترو له لارې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو سازمان کې د افغانستان استازي ډاکتر شفیق صمیم وویل چې افغانستان له تېرو ۴۰ کلونو له جګړې او تاوتریخوالي سره مخ دی.

نوموړي د دې جګړې د پای ته رسېدو په هدف، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو ترڅنګ د ګاونډیو هېوادونو سره هم د افغانستان په خبرو ټینګار وکړ.

ښاغلي صمیم وویل: "په افغانستان کې روانه جګړه بېلابېل ابعاد لري چې حل‌لاره‌يې د دولت د وسله‌والو مخالفینو سره خبرې کول دي، بله حل‌لاره‌يې د ګاونډیو هېوادونو سره مذاکرات دي، د دې ټولو ستونزو او مشکلاتو ترڅنګ هم افغانان خپلو اسلامي او په فرهنګي ارزښتونو ولاړ او له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره ورورۍ ته پابند دي."

په دې ناسته کې د افغانستان د حج اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وویل چې په جګړه د طالبانو د ټینګار یو لامل په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت و، خو اوس دغه ډله د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نه‌لري.

د افغانستان د حج اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي
د افغانستان د حج اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي

ټاکل شوې چې د دې ناستې په پای کې د ګډونوالو له لوري ګډه اعلامیه هم خپره شي.

د افغانستان د جګړې په اړه د دیني عالمانو ورته ناستې له دې وړاندې هم شوي چې په‌کې تر ډېره د افغانستان روانه جګړه ناروا بلل شوې ده.

د غبرګولي په څلورمه د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان یو شمېر دیني عالمانو هم د یوه انلاین غونډې پر مهال په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه ناروا وبلله.

تېر کال د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې دا جګړه ناروا بلل شوې وه او د قدس جومات امام الشېخ عکرمه صبري، همداراز د مکې مکرمې او مدینې منورې امامانو، د بنګله‌دېش او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو امامانو هم د دې جګړې په مخالفت نظر څرګند کړی دی، خو دا لومړی ځل دی چې ګڼو پاکستاني دیني عالمانو د افغانستان د روانې جګړې په اړه خپل دریځ اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG