د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

سعودي کې پر سولې غونډه؛ افغانستان: په لومړي ځل پاکستاني عالمان هم ګډون کوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د افغانستان، سعودي عربستان او پاکستان د دیني عالمانو سبانی کنفرانس د افغانستان د سولې لپاره مهم بولي.

نوموړی وايي، د دې کنفرانس د چمتووالي چارې دوه کاله مخکې پیل شوې وې.

دغه یو ورځنی کنفرانس سبا پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) د سعودي عربستان او د اسلامي نړۍ د اړیکو د سازمان په کوربه ­توب جوړېږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، محمد قاسم حلیمي ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د سولې په اړه دغه کنفرانس مهم وباله، ځکه د ده په وینا د اول وار لپاره د پاکستان ګڼ شمېر دیني عالمان د افغانستان د سولې په تړاو له افغان دیني عالمانو سره جرګه کېږي.

نوموړی وايي: "د افغانستان، پاکستان او سعودي علماء د رابطه اسلامي سازمان تر مشرۍ لاندې سره راغونډېږي. دا غونډه ډېره مهمه ده. دوه کاله مخکې موږ دا پروګرام شروع کړی و چې دا غونډه وشي، اوس دا ډېره مهمه ځکه ده چې اول وار دی د پاکستان علما په لوی تعداد د افغانستان د سولې په تړاو یوه کنفرانس کې ګډون کوي."

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، محمد قاسم حلیمي د افغانستان د سولې په اړه دغه کنفرانس مهم وباله
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، محمد قاسم حلیمي د افغانستان د سولې په اړه دغه کنفرانس مهم وباله

د پاکستان پر ځینو دیني عالمانو په وار- وار انتقادونه شوي چې د افغانستان د روانې جګړې د حرام بللو له اواز سره یې خپل غږ نه دی ملګری کړی.

ځینو دیني عالمانو، له دې جملې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمن له کلونو راهیسې په افغانستان کې روانه جګړه روا بللې ده چې دغه څرګندوې یې په وار- وار غندل شوي دي.

په کابل کې د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد په دې باور دی چې په پاکستان کې اکثر دیني عالمان د اسلام اباد د پالیسیو تر اغېز لاندې دي او تل یې د پاکستان د ځانګړو ادارو په غوښتنه فتواګانې صادرې کړي.

نوموړی وايي: "په پاکستان کې اصلاً بې پرې او مستقل دیني عالم وجود نه لري. دوی هېڅکله د اسلامي احکامو او قوانینو په رڼا کې هغه که جعفري، مالکي شافعي یا حنبلي وي، فتواګانې نه دي ورکړي، بلکې د پاکستان د قوانینو او ځانګړو ادارو تر تاثیر لاندې یې د اسلام په نوم اسلامي احکام او فتواوې صادرې کړي دي."

نجیب ازاد وايي په پاکستان کې اکثر دیني عالمان د اسلام اباد د پالیسیو تر اغېز لاندې دي
نجیب ازاد وايي په پاکستان کې اکثر دیني عالمان د اسلام اباد د پالیسیو تر اغېز لاندې دي

په وروستیو کې ګڼو اسلامي سازمانونو او د ګڼو هېوادونو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.

د روانې غبرګولي/جوزا میاشتې پر څلورمه د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان دیني عالمانو هم په یوه انلاین کنفرانس کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا روانه جګړه ناروا وبلله.

د تېر لمریز کال په لیندۍ/قوس میاشت کې په نایجر کې د اسلامي همکاریو سازمان له خوا د سولې او پراختیا لپاره د ترورېزم پر ضد د یووالي په نوم کنفرانس، تر هغه مخکې د فلسطین د دیني عالمانو د ټولنې مشر او د القدس جومات امام دوکتور الشېخ عکرمه صبري او د لړم/عقرب میاشتې پر څلورمه د بنګله‌دېش دیني عالمانو او مفتیانو د یوه کنفرانس پر مهال په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه.

د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوال بنسټ بیا د لړم/عقرب پر ۱۱مه په یوه رسمي لیک کې په افغانستان کې روانه جګړه د شریعت خلاف بللې وه.

بل خوا د کوېټ ځینو دیني عالمانو د لړم/عقرب پر ۲۸مه په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او ویې‌ویل، دا جګړه شرعي جواز نه‌لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه.

په مرغومي/جدي میاشت کې په نوي ډیلي کې د افغانستان او هندوستان دیني عالمانو هم په ګډه اعلامیه کې د افغانستان روانه جګړه تحریم کړله.

خو د افغانستان د ګاونډي هېواد پاکستان دیني عالمانو له کلونو راهیسې په افغانستان کې د روانې جګړې د ناروا بللو په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

XS
SM
MD
LG