د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۲۹

پر سولې د سعودي غونډه؛ افغانستان ترې ۲ غوښتنې لري خو طالبان ځان بې خبره ښيي


ارشیف، پر افغان سولې په مکه مکرمه کې پخوانی غونډه
ارشیف، پر افغان سولې په مکه مکرمه کې پخوانی غونډه

نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) په مکه مکرمه کې د افغانستان د جګړې په اړه د دیني عالمانو غونډه ده.

په دې غونډه کې چې انلاین به ترسره شي او ځینې کسان به حضوري ګډون په کې وکړي؛ د افغانستان او پاکستان د پېژندل شوېو دیني عالمانو سربېره د اسلامي همکاریو د سازمان استازي او یو شمېر نور چارواکي برخه اخلي.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف وزارت وایي چې له دوو کلونو هڅو وروسته بریالی شوی چې نن د سعودي عربستان په کوربتوب د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو لویه غونډه جوړه کړي، خو طالبان له دې غونډې ځان بې خبره ښیي.

د دې یوې ورځنۍ غونډې په جوړېدو کې د اسلامي نړۍ د اړیکو سازمان مرسته کړې ده او د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف وزیر محمد قاسم حلیمي ازادي راډیو ته وویل چې له دې غونډې دوې غوښتنې لري.

دی وايي: "دغه کنفرانس چې نن یې موږ دایروو په دې کې زموږ د شل کلونو دا دوې غوښتنې ډېرې واضح دي چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه ناروا ده، د مسلمان وژنه ناروا ده راځئ چې خپل مشکلات د خبرو اترو له لارې حل کړو دا زموږ عامه غوښتنه ده له ټولو مسلمانانو څخه، د نړۍ له مسلمانانو همدا راز د پاکستان له علماوو."

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف وزیر محمد قاسم حلیمي
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف وزیر محمد قاسم حلیمي

د غبرګولي په څلورمه د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان یو شمېر دیني عالمانو هم د یوه انلاین غونډې پر مهال په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه ناروا وبلله، تېر کال د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې دا جګړه ناروا بلل شوې وه او د قدس جومات امام الشیخ عکرمه صبري، همدا راز د مکې مکرمې او مدینې منورې امامانو، د بنګله دیش او یو شمېر نورو اسلامي هېوادو امامانو هم د دې جګړې په مخالفت نظر څرګند کړی دی، خو دا لومړی ځل دی چې ګڼ پاکستاني دیني عالمان به په نننۍ غونډه کې خپل دریځ اعلان کړي.

د دې هېواد دیني عالمانو تر اوسه په زغرده د دې جګړې له دوام سره مخالفت نه دی کړی.

د افغانستان د ارشاد حج او اوقاف وزیر ښاغلی حلیمي وایي چې پخوا یو شمېر پاکستاني دیني عالمانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت خبره کوله.

طالبان د افغان سولې په پار د مکې مکرمې پر غونډې ځان بې خبره ښیي

حلیمي زیاته کړه: "یو نیم کال مخکې موږ په اسلام اباد کې د پاکستان له علماو سره غونډله لرله هغوی راته ویل چې د بهرنیو ځواکونو موجودیت یوه ستونزه ده، خو که خارجي قواوې دلته نه وي دې ستونزې ته نوره بهانه نه پاتېږي، نن هغه ورځ ده چې دا بهانه له منځه تللې ده او هېڅ نوع موانع وجود نه لري، نو له دوی مو تمه دا ده چې دوی پرهغو طالبانو چې د دوی شاګردان دي یا د دوی تر اثر رسوخ لاندې دي پر هغوی دوی فشار راولي او د اسلام د دین د سولې او سوکالۍ لارې ته یې راولي."

ښاغلی حلیمي هیلمند دی چې د نننۍ غونډې پرېکړې به اغېزمنې وې، دا چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند محمد نعیم نظر څه دی؟

نوموړي د دې غونډې په اړه بې خبري وښوده: "په دې اړه موږ معلومات نه لرو او نه خبر یوو چې څوک دي، څه وایي او څه کوي."

طالبان د افغانستان حکومت د لویدیځ لاسپوڅی ګڼي او د مې له لومړۍ نېټې راهیسې چې پاتې بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، دوی د افغان حکومت پر ضد جګړې نورې هم سخته کړي دي.

XS
SM
MD
LG