د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د سولې په تړاو نوې هیلې؛ "ډېر ژر به دوحه کې د مرکچي پلاوو تر منځ خبرې پیل شي"


ارشیف، دوحه کې طالب استازي
ارشیف، دوحه کې طالب استازي

د افغانستان د سولې د خبرو په اړه هیلې بیا راټوکیدلي، تازه ‎د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي.

‎د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري نن د سې شنبې (د غبرګولي ۴مه) په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، دغه وزارت دوحې ته د افغان سولې د مرکچي پلاوي د هغو غړو د بیا استولو د تخنیکي او لوژستیکي اسانتیاوو په برابرولو کار پیل کړی چې دا مهال افغانستان کې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجيې انوري وايي له اختر وروسته د افغان دولت او طالبانو د ځینو مرکچي پلاوو د غړو تر منځ یوه رسمي او څو غیر رسمي ناستې شوي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجيې انوري وايي له اختر وروسته د افغان دولت او طالبانو د ځینو مرکچي پلاوو د غړو تر منځ یوه رسمي او څو غیر رسمي ناستې شوي

‎اغلې انوري زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي ځینې غړي چې اوس په افغانستان کې دي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د هغوی د تخنیکي او لوژستیکي اسانتیاوو د برابرولو لپاره پوره کار کوي او په نږدې راتلونکي کې به دغه پلاوی بېرته د مذاکراتو ځای ته لاړ شي او مذاکرات به له هغه ځایه چې درېدلې وه، پیلوي."

‎اغلې انوري وایي، له اختر وروسته د افغان دولت او طالبانو د ځینو مرکچي پلاوو د غړو تر منځ یوه رسمي او څو غیر رسمي ناستې شوي چې د مذاکراتو د ژر پیل او چټکتیا په اړه په کې ټینګار شوی دی.

‎داسې راپورونه موجود وو چې له کوچني اختر وروسته به د سولې لپاره د ترکیې د ناستې نېټه هم مشخصه شي، خو د سولې چارو وزارت وایي، لا د دغې ناستې وخت نه دی مشخص شوی.

د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، افغان حکومت ورته پوره چمتوالی لري.

‎طالبان هم وایي، د بین الافغاني خبرو اترو د بېرته پیل لپاره چمتو دي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "له روژې او اختر وروسته زموږ د مذاکراتي ټیم سفرونه پای ته رسېدلي او اوس خپل ځای کې دي، نو د مذاکراتو جریان به انشاءالله د دواړو خواوو د ټیمونو په موافقه پرمخ ځي."

ذبیح الله مجاهد وايي له روژې او اختر وروسته زموږ د مذاکراتي ټیم سفرونه پای ته رسېدلي
ذبیح الله مجاهد وايي له روژې او اختر وروسته زموږ د مذاکراتي ټیم سفرونه پای ته رسېدلي

‎د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د بین الاقغاني مذاکراتو لړۍ درېدلې ده.

‎افغان حکومت او طالبان په داسې وخت کې د بین الافغاني مذاکراتو د بېرته پیل لپاره چمتوالی ښیي چې د ځینو نورو هېوادونو چارواکو هم د افغان جګړې پر سیاسي حل ټینګار کړی.

‎تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له ټاس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، طالبانو ته مو په واضح ډول ويلي، افغانستان کې يې د واک د انحصار کولو د هڅو مخالف يو.

لاوروف دا هم ويلي چې مسکو د زور له لارې واک ته د رسېدو سره هېڅکله موافق نه دی.

‎د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قریشي بیا له امریکا غږ ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان حکومت حاضر دی چې د افغانستان د حکومت په خوښه همکاري وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان هڅه کوي د افغانستان د جګړې لپاره مثبت رول ولوبوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان هڅه کوي د افغانستان د جګړې لپاره مثبت رول ولوبوي

‎ښاغلي قریشي ټینګار کړی چې پاکستان هڅه کوي د افغانستان د جګړې لپاره مثبت رول ولوبوي، خو په خبره یې دا د افغانستان واک دی چې د خپل هېواد راتلونکی او سیاسي حل څه ‌‌‌‌‌‌ډول غواړي؟

‎تېره ورځ ناوخته ناوخته ولسمشر محمد اشرف غني هم د سعودي عربستان پاچا خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز سره ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکو، د افغانستان سولې پروسې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې له افغانستانه د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اعلان سره په دغه هېواد کې جګړو او تاوتریخوالي زور اخیستی.

طالبان د امریکا د متحده ایالاتو دا پرېکړه د دوحې هوکړې خلاف ګڼي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې په هوکړه کې راغلي چې بهرني ځواکونه به ټول په مې میاشت کې له افغانستانه وځي.

XS
SM
MD
LG