د افغانستان اسلامي جمهوریت او پر طالب مرکچي پلاویو نیوکه ده چې ګنې دوحې ته د زلمي خلیلزاد له رسېدو او پر دوی د فشار راوستو وروسته سره د سولې خبرو ته کېناستل.
خو دواړه لوري دا ادعا ردوي او وايي، د وړمې شپې غونډه کې یې پر ځینو بنسټیزو موضوعاتو هوکړه کړې او د همدې توافق پر اساس به، ډېر ژر د "سولې معنی لرونکي" خبرې پیل کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل، دواړه لوریو هوکړه کړې چې د اجنډا پر بنسټیزو او بنیادي موضوعاتو به خبرې پیلوي.
اغلې انوري زیاته کړه: "دوی د چا تر فشار او اغېز لاندې نه دي او نه هم کوم لوري ته منتظر دي. دوی به خپلې غونډې پیل کړي او پرېکړه شوې چې ژر به ناستې پیل او پر اساسي موضوعاتو به خبرې وشي."
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي: "د اختر له لومړۍ اوونۍ چمتو وو او دي چې خبرې پیل شي."
محمد نعیم په ځنډ د غونډو د کېدو دلیل، دوحې ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي د مشر معصوم ستانکزي سفر ښيي.
د سولې دا ځل خبرې چې امریکا، ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه یې نوی پړاو بولي، سولې ته د رسېدو پر بنسټیزو موضوعاتو څرخي، خو د دې موضوعاتو په اړه د دواړو لورو دریځ یو ډول نه دی.
خو له دې خبرو کې د نړیوالې ټولنې سربېره، د افغانانو تمه د جګړې د روان شدت پای دی چې اوربند ته لار پرانیزي.
دې بحث ته د دواړو لوریو د رسېدو او هڅونې لپاره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دوحې ته رسېدلی او هلته یې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره کتنه د افغانستان پر سوله خبرې کړي.
خلیلزاد به د افغان او طالبانو مرکچي پلاویو سره هم وګوري او دواړه لوري به د سولې خبرو چټکتیا ته وهڅوي.
خو د سولې خبرو د نوي پړاو په اړه د هیلهمندۍ ترڅنګ، د وطن په ډېره برخه کې د جګړې سرې لمبې بلې دي.
دواړه لوریو هوکړه کړې چې د اجنډا پر بنسټیزو او بنیادي موضوعاتو به خبرې پیلوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا طالبان تورنوي چې ټول تمرکز یې پر جګړه دی او کوښښ کوي چې ځینې سیمې د نیولو په نوم ویجاړې کړي.
د دې شورا ویاند رحمتالله اندړ وايي: "د طالبانو تمرکز پر جګړې دی او په ټول توان کوښښ کوي چې ځینې ساحې د نیولو په نامه تخریب او خلک کډو ته مجبور کړي. دوی د جګړې د ټولو اصولو خلاف پر عام ولس او ملکي اهدافو فشار واردوي. "
خو طالبان د حکومت دا تور ردوي.د جګړې شدت له افغانانو پرته د امریکا اندېښنه هم له ځان سره لري.
تازه نیویارک ټایمز د دې هېواد د لوړپوړو چارواکو له قوله لیکلي، پنټاګون د داسې امر تر لاسه کول ارزوي، که د طالبانو لهخوا د کابل او یا هم نورو مهمو ښارونو د نیولو وېره وي، دوی یې په ځواب کې د افغان پوځ په ملاتړ هوايي بریدونه وکړي.
هاخوا د ډیفینس ون په نوم وېبپاڼې د امریکا د هوايي ځواک د سرپرست جان رووټ له خولې لیکلي، اوسمهال به امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د خپلو ګټو د ساتلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له هغو اډو ګټه واخلي چېرته چې مېشت دي.
ښاغلي رووټ وايي، د دې عملیاتو لپاره ۱۰میلیارډ بودجه وړاندیز شوې او د تر لاسه کولو لپاره یې هڅې روانې دي.
په سیمه کې اوسمهال د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه قطر کې ده، هغه ځای چې د سولې خبرې هم په کې روانې دي.