د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

مسیر: د خلیلزاد د دې ځل مأموریت هدف او د افغان سولې په اړه د امریکا دریځ څه دی؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • هېواد

هېواد ورځپاڼې په جګړو کې د بشري حقونو د نقض د اندېښنو په تړاو لیکنه خپره کړې ده.

وړاندې راغلي چې په افغانستان کې د جګړو له امله د بشري حقونو نقض له ډېرې مودې راهيسې په پرله‌پسې توګه روان دی او له افغان ولس د ژوندانه او پرمختګ حقونه هم اخيستل کېږي.

لیکوال اندېښنه ښودلې چې د جګړې شدت او د سولې لپاره نه‌ژمنتيا به دغه وضعيت لا پسې ترينګلی کړي.

ورځپاڼې د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون د مشرې هغه څرګندونې هم راخیستي چې د مذاکراتو پر دواړو ټيمونو یې غږ کړی چې ژر تر ژره سوله راولي او رامنځته شوي خونړي او وحشتناک وضعيت پای ته ورسوي.

د لیکوال په وینا د بشري حقونو کمېسیون دا غوښتنه داسې مهال کوي چې په هېواد کې تپل شوې جګړه لا پراخه شوې او د بهرنيو ځواکونو د وتو په درشل کې، د سولې لپاره هڅې په ټپه ولاړې دي او ان پرون هم د بلخ د امنيه قوماندانۍ مخې ته د موټربم چاودنې له امله د ملکي وګړو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

خو لیکوال ټینګار کړی چې دا په پرله‌پسې توګه بشري جنايتونه دي چې بايد په نړيواله کچه‌يې د مخنيوي لپاره هڅې راوټوکېږي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې هم د جګړو د پراخېدو په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې پوښتنه شوې چې کوم لاملونه دي چې جګړه‌يې له کليو تر ولسواليو او بالاخره د ښارونو تر دروازو رسولې ده؟

لیکوال د ناامنيو لوی لامل مرکزي حکومت یاد کړی چې په وینا یې سرتېري په مېړانه جګړه او دفاع کوي، خو چې محاصره وي، د مرکز چارواکي يې حتی غږ نه‌اوري.

ورځپاڼې ادعا کړې چې ستونزه د نظامي ادارو په رهبري کې ده چې په وینا یې حتی د خپل سرتېري له حاله نه‌خبرېږي او په لوی لاس‌يې سرتېري مجبوره کړي دي چې پوستې خوشې کړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد راتلو ته اشاره کړې او پوښتلي یې دي چې د خلیلزاد د دې ځل مأموریت اصلي موخه څه ده او د افغانستان د سولې پروسې په اړه د امریکا دریځ څه دی؟

وړاندې راغلي که څه هم خلیلزاد به د سولې شعارونه ورکوي او په دې اړه به سفرونه هم کوي، خو د امریکا له عملي سیاست څخه ښکاري چې دوی په افغانستان کې د سولې په لټه کې نه‌دي او غواړي چې دلته جګړه او وژنې دوام وکړي.

ورځپاڼې ادعا کړې د جګړې د دوام لپاره امریکا غواړي چې دا ځل‌یې دنده سیمه‌ییز هېوادونه په افغانستان کې پر مخ یوسي او دا چاره به د دې سبب شي چې حکومت سقوط ونه‌کړي، خو طالبان به نورې سیمې او ان ولایتونه هم ونیسي.

پر دې بنسټ لیکوال دا خبره کړې چې له امریکا سره د افغانستان د سولې پلان نه‌شته، خو په وینا یې دا د افغانانو مسؤلیت دی چې پرې نه‌ږدي جګړه دوام وکړي او باید د سولې لپاره په بین‌الافغاني کچه پراخې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG