د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

ویسا: د طالبانو جنګ څوک کنټرولوي؟


ارشیف، پکتیا کې یو شمېر وسله وال طالبان
ارشیف، پکتیا کې یو شمېر وسله وال طالبان

کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې نامعلوم برخلیک او په افغانستان کې د روانې جګړې له کبله د ملکي کسانو پر وژل کېدو شننې او مقالې خپرې کړي دي.

  • صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې سرمقاله لیکلي، سوله په زاریو او ننواتو نه راځي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، افغان حکومت باید د جګړې په ډګر له زیات فشار کار واخلي او د سولې مرکچي پلاوی باید په قطر کې طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي.

په سر مقاله کې وړاندې راغلي، افغان حکومت د خپلو ضعیفو مذاکراتو او د جګړې په ډګر کې د ناکامه مدیریت له کبله طالبانو ته دا فرصت ورکړی چې روانه لوبه کې ډېر واک ولري.

د سر مقاله لیکونکي په باور، له هغې ورځې چې د افغانستان مخکیني جمهور رییس حامد کرزي طالبان د افغانستان د دښمنانو پرځای ناراضي وروڼه وبلل او د دې ډلې د رهبرانو پښې بهرنیو هېوادونو ته وغځېدې، دا ډله له نظامي اړخ اوس د سیاست په ډګر کې ښه روانه ده.

د سرمقالې لیکوال روان حالت ته په اشارې لیکي:

که طالبان د افغان سولې یو مهمه برخه ده، افغان حکومت باید له دې ډلې سره یا د فشار او یا هم د عذر له لارې یوې پایلې ته ورسېږي، څو روانه افغان وژنه ودرول شي.

  • ویسا

ویسا ورځپانې بیا په خپله نننۍ ګڼه کې د پوښتنې په ډول لیکلي، د طالبانو جنګ څوک کنټرولوي؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د وینا پر بنسټ ملا هبت الله له تېرو ۱۲ میاشتو راهیسې ورک دی، نه یې غږ خپور شوی او نه یې هم کوم پیغام.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د طالبانو د رهبر ټاکل کېدل یا نه ټاکل کېدل، د دې ډلې د جنګیالیو په مورال هېڅ اغېز نه کوي، تر دې چې د دې ډلې ځیني وسله‌وال نه پوهېږي چې د دوی رهبر شته که نه‌شته او که وي نو په کومه خاوره دی.

لیکوال پوښتنه کړې چې طالبان په کوم بنسټ خپل رهبر ټاکي؟ د کومې تګلارې له مخې او ایا ټول طالبان په دې پرېکړه وي چې نوی رهبر یې ټاکل کېږي؟

د لیکوال په اند، دا چې په دوحه کې د سولې خبرې له خنډ سره مخ شوي، دلیل یې دا دی چې طالبان خپلواک نه دي او خپله پرېکړه نه‌شي کولای، هغه څه چې طالبانو بیا تل رد کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي چې خلک له هغې ډلې چې جګړه خوښه وي کرکه لري.

د سر مقالې لیکونکی لیکي، ټاکل شوې چې نن د افغان مرکچي پلاوي ځیني غړي دوحې ته لاړ شي.

د لیکوال په باور، داسې مهال چې افغانان سوله غواړي، امریکا هم په وتلو ده، نو طالبان ولې او د څه لپاره جګړه کوي؟ ځکه د مقاله لیکونکي په باور، ولس د دې پوښتنې ځواب غواړي.

په سر مقاله کې وړاندې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول ته په اشاره سره لیکل شوي چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې د هڅو خبره کوي، خو له بله اړخه له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کې د دې هېواد هغه وګړي وژل کېږي چې طالبانو سره ملګري دي.

ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان ځکه له افغانستان سره ريښتنې همکاري نه کوي چې د دې هېواد د ګټو خطر په کې نغښتی دی.

د سر مقالې په پای کې لیکوال هیله څرګنده کړې چې په دوحه کې د خبرو بیا پیل سره یو تلپاتې اوربند ټینګ او افغانان له تاوتریخوالي وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG