د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

له اوږده ځنډ وروسته دواړو مرکچي پلاویو د سولې د خبرو پر چټکتیا هوکړه کړې


د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي
د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي

له څه ناڅه اوږده ځنډ وروسته، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي پر سوله غږېدلي.

د دواړو لوریو ویاندویان وايي، په دې غونډه کې د سولې روانې پروسې پر چټکتیا او د مذاکراتو د دوام لپاره د اجنډا پر موضوعاتو خبرې شوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویلي: "تېر ماښام د مذاکراتي ټیمونو د مشرانو او یو شمېر غړو ترمنځ ناسته وشوه. په ناسته کې د مذاکراتو په چټکتیا او د اجنډا د موضوعاتو په اړه خبرې وشوې."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وویل د تېرماښام په ناسته کې د مذاکراتو پر چټکتیا خبرې وشوې.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وویل د تېرماښام په ناسته کې د مذاکراتو پر چټکتیا خبرې وشوې.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم په همدې ټکو اعلامیه خپره کړې او دا ناسته یې تایید کړې ده.

افغان مرکچي او طالب پلاوي له کوچني اختر وړاندې سره ناست وو او هوکړه یې کړې وه چې د سولې خبرې به روانې ساتي، خو له نږدې یوه میاشتني ځنډ وروسته یې بله غونډه وکړه.

دواړه لوري داسې مهال بیا ځلي خبرو ته سره کېني چې د امریکا په ګډون، ملګرو ملتونو هم د سولې خبرو چټکتیا او د یوه نوي بهیر پیل غوښتی.

سیمې ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د نوي سفر یوه موخه هم دا ښودل شوې چې افغان مرکچي او طالب پلاوي وهڅوي، څو د سولې خبرې پیل کړي.

تمه ده چې ښاغلی خلیل‌زاد به په لنډ وخت کې دوحې ته ولاړ شي او هلته به له دواړو پلاویو سره وګوري.

بل‌خوا د ملي مصالحې عالي شورا رییس د سویلي اسیا د نړیوال له مرستیال سره کتلي.

خلیل‌زاد به په لنډ وخت کې دوحې ته ولاړ شي او هلته به له دواړو پلاویو سره وګوري.
خلیل‌زاد به په لنډ وخت کې دوحې ته ولاړ شي او هلته به له دواړو پلاویو سره وګوري.

دې شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، عبدالله عبدالله او هارتویګ شېفر د افغانستان پر سولې او له دې هېواد سره د نړیوال بانک د مرستو په دوام خبرې کړي.

ښاغلي عبدالله د افغانستان د سولې د پایښت او ټینګښت لپاره د نړیوال بانک مرستې مهمې بللي.

له سولې وروسته، له افغانستان سره پراختیايي او بشري مرستې، هغه موضوعات دي چې په وروستیو کې د مرستندویه ادارو د بحث مهم ټکي جوړوي.

افغان مرکچي او طالب پلاوي داسې مهال سره د خبرو مېز ته سره کېني چې د امریکا جمهور رییس جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې د ټولو هېوادونو څخه د دې پروسې په ملاتړ او همکارۍ ټینګار کړی.

په ورته وخت کې هندوستان ټایمز خبر ورکړی چې هند د لومړي ځل لپاره د ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو له مشرانو سره اړیکې نیولي.

په راپور کې راغلي چې دا اړیکې د هند د امنیتي مسوولانو له‌خوا نیول شوې او یوازې پر هغو طالب مشرانو محدوده ده چې ملي فکر ولري او د پاکستان او ایران له نفوذه لېرې وي.

که څه هم هندوستان ټایمز د دې اړیکو د منځ‌پانګې په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي، دا اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.

د هندوستان ټایمز دا راپور تر اوسه د کومې رسمي سرچینې له خوا ازادي راډیو ته نه دی تایید شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او ملګري ملتونو د افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د دې هېواد د سولې پروسې د بریا لپاره هلې ځلې او همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG