د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

بایډن له افغانستانه د امریکايي سرتیرو له ایستلو ننګه کړې او وايي ترهګري ځپل شوې


ارشیف، له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل
ارشیف، له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل

د امریکا جمهور رییس وايي، له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو ایستل، په دې هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ ته، د پام نه اړولو په معنی نه دي.

سپینې ماڼۍ د جوبایډن د هغه ليک په حواله چې نوموړي ګانګرس ته لیکلي ويلي: "متحده ایالات به په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې داسې وړتیا او امکانات ولري، څو اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترورېزم په ځاله بدل شي."

جمهور رییس بایډن یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو له ایستلو ننګه کړې او وايي، سیمه کې ترهګري ځپل شوې.

هغه زیاته کړې: "تېرو شل کلونو کې د امریکا پر وړاندې د ترهګرۍ ګواښ پاشل شوی او داسې مهال چې په منځنۍ اسیا او افریقا کې ترهګري ځپل شوي، په داسې یوه وضعیت کې بیا په افغانستان کې د زرګونو عسکرو ساتل بې‌معنی دي."

د امریکا جمهور رییس جوبایډن وايي تېرو شل کلونو کې د امریکا پر وړاندې د ترهګرۍ ګواښ پاشل شوی
د امریکا جمهور رییس جوبایډن وايي تېرو شل کلونو کې د امریکا پر وړاندې د ترهګرۍ ګواښ پاشل شوی

د امریکا جمهور رییس افغانستان ته د امریکايي عسکرو د راتګ موخه، د القاعده مشر اسامه بن لادن وژل یادوي او زیاتوي، دې هېواد کې دا ډله تر ډېره ځپل شوې.

په لیک کې د امریکا د جمهور رییس له قوله، له ډیپلوماټیکو لارو د افغانستان د شخړې حل مهم ګڼل شوی او لیکي، ټول هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان به وهڅوي چې په دې هېواد کې د ثبات راتلو لپاره لا ډېر کار وکړي.

ښاغلی بایډن له افغان ځواکونو د امریکا په ملاتړ هم ټینګار کړی او زیاتوي، نږدې ۳۰۰زره افغان ځواکونه کولای شي له خپلو خلکو او خاورې ساتنه وکړي.

ښاغلی اندړ وايي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په نظامي ډګر کې پر ځان متکي شوي
ښاغلی اندړ وايي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په نظامي ډګر کې پر ځان متکي شوي

جمهور رییس جوبایډن داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو لړۍ نیمايي بشپړه شوې او تمه ده چې د سېپټمبر تر ۱۱مې پای ومومي.

بل‌خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا له افغان ځواکونو د امریکا له ملاتړ په هرکلي سره وايي، دا ځواکونه اوس‌مهال د ټول هېواد د ساتنې او امنیت مسوولیت پر غاړه لري.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وايي: "افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په نظامي ډګر کې پر ځان متکي شوي او د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته به د دوی مرسته او ملاتړ دوام ولري. موږ له نړۍ سره د ښو اړیکو، متقابل درناوي او ګډ کار هوډ لرو او دا مو ثابته کړې هم ده."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ

له دې وړاندې هم متحده‌ایالاتو په تل‌پاتې ډول د افغان ځواکونو او په بشري، پرمختیايي او نورو برخو کې له افغانستانه د ملاتړ خبره کړې.

کابل ته د افغان سولې لپاره د هغه هېواد د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د ګډ امریکايي پلاوي د سفر پرمهال له افغان چارواکو سره پردې موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغان هوايي ځواک په مالي ملاتړ او تجهیز خبرې شوي.

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، پلاوي ته افغان چارواکو، سیاسي مشرانو او د مدني ټولنو له استازو سره په کتنه کې ډاډ ورکړل شوی چې له افغانستان به د امریکا ملاتړ دوام ولري.

په کابل کې د امریکا دې مهم ډیپلوماټیک مرکز یوه اعلامیه کې لیکلي، متحده ایالات له یوې سیاسي لارې د شخړې په حل د ټینګار ترڅنګ، له داسې سولې ملاتړ کوي چې د تېرو ۲۰ کلونو لاس‌ته راوړنې خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG