د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

حامد کرزی: د سولې اوسنۍ روانې خبرې بهرنۍ پروژه ده


ارشیف، د افغانستان مخکېنی جمهور رئیس حامد کرزی او د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي مسکو کې د افغان سولې په اړه یوې غونډه کې د ګډون پر مهال.
ارشیف، د افغانستان مخکېنی جمهور رئیس حامد کرزی او د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي مسکو کې د افغان سولې په اړه یوې غونډه کې د ګډون پر مهال.

د افغانستان مخکېنی جمهور رئیس حامد کرزی د سولې اوسنۍ خبرې بهرنۍ پروژه بولي او ټینګار کوي، تر کومه چې دا خبرې ملي نه‌شي، سوله نه‌شي راتلی.

ښاغلي کرزي چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۰» کابل کې د "افغانستان د سولې پروسې د اغېزمندیو پېژندنه" په نوم جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، زیاته کړه: "د افغانستان خلکو، د طالبانو اسلامي تحریک او هغه کسان چې ځان جمهوریت بولي، راشئ چې دا پروسه ملي او افغاني کړو. دا پردۍ پروژه، په افغاني پروسه بدله کړو. په افغاني بهیر یې بدل کړو. موږ به بیا ژر تر ژره د سولې خاوندان شو. بیا به په خپل عزم او استقلالیت هم له ګاونډیو او هم له نورو سره خبرې وکړو."

خو افغان حکومت او طالبان د ښاغلي کرزي د نویو څرګندونو په اړه څه نه‌وايي، ولې له دې وړاندې دواړو لورو د سولې په بین‌الافغاني پروسې ټینګار کړی دی.

رئیس جمهور غني او نورو افغان چارواکو د افغانستان مذاکره کوونکي پلاوي د افغانستان د خلکو او توکمو د استازولۍ ښه بېلګه بللي.

ارشیف، له جمهور رئیس اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي لیدنه
ارشیف، له جمهور رئیس اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي لیدنه

حامد کرزي دغه‌شان له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرې د بهرنیو هېوادونو پر ځای، په افغانستان کې پیل کړي چې په خبره‌یې دا ډول خبرې به پایله هم ولري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې جمهور رئیس محمد اشرف غني هم څو ځلې پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دننه هر ځای چې د دې ډلې خوښه وي، له حکومت سره د سولې خبرو ته کېني، خو طالبانو بیا دا وړاندیز په وار وار رد کړی او ویلي یې دي چې د سولې د خبرو ادرس او ځای معلوم دی.

ښاغلی کرزی داسې مهال په کور دننه د سولې د خبرو په پیل ټینګار کوي چې تمه ده کابل ته د افغانستان د مرکچي پلاوي یو شمېر راستانه شوي غړي د سې شنبې په ورځ دوحې ته ولاړ شي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوي د حکومت او د ملي مصالحې عالي شورا له مشرانو، سیاسي رهبرانو او د ټولنې له بېلابېلو ډلو سره لیدلي او د سولې خبرو د دوام په اړه‌یې لازمې مشورې کړې دي.

د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل، افغان مرکچي پلاوی له بشپړ چمتووالي وروسته، د خبرو مېز ته ستنېږي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

اغلې انوري زیاتوي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت په قوي اراده او په پوره چمتووالي دې خبرو ته بېرته ورځي، څو د سولې خبرې چې په کوم ځای ولاړې وې، بېرته‌یې پیل کړي."

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي په تېر کوچني اختر کې سره ناست وو او پرېکړه‌یې کړې وه چې د سولې خبرو ته دوام ورکړي.

په دوحه کې د سولې خبرو لومړی پړاو د تېر ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۲مه پیل شو. دواړو لورو هڅه وکړه چې په دې خبرو کې د غونډو د دوام په اړه یو شمېر اصول ومني او دې ناستو یې پایله ورکړه.

خو د سولې دوهم پړاو خبرې چې د تېر ۱۳۹۹ کال د مرغومې په ۱۶مه پیل شوې او مهم بحث‌یې د سولې خبرو د اجنډا جوړول و، لا هم افغان مرکچي او طالب پلاوي په دې برخه کې کومې پایلې ته نه‌دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG