د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

د کابل ښار چاودنه کې د اریانا خصوصي ټلوېزیون د خبرونو ویانده مینا خیري ووژل شوه


افغانستان کې د اریانا خصوصي ټلوېزیون ویانده او د خپرونو چلوونکې مینا خیري
افغانستان کې د اریانا خصوصي ټلوېزیون ویانده او د خپرونو چلوونکې مینا خیري

افغانستان کې د اریانا خصوصي ټلوېزیون ویانده او د خپرونو چلوونکې مینا خیري د کابل په پرونۍ چاودنه کې ووژل شوه.

مینا خیري تېره ورځ پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۴» په یوه چاودنه کې وژل شوې چې نن د افغانستان د عدلي طب له لوري یې د معایناتو پایله او هویت مشخص شو. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې په دې پېښه کې د اغلې خیري مور هم وژل شوې او د راپورونو پر بنسټ، یوه خور یې سخته ټپي شوې ده.

دا پېښه تېره ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د چهارقلعه چهاردهي سیمه کې رامنځته شوه.

د افغانستان د خبریالانو دفاع کمېټه وایي دغه وژل شوې خبریاله په یو ټونس ډوله موټر کې له دفتره د کور په لور روانه وه چې مقناطیسي ماین چاودنه پرې وشوه.

کابل کې د ښاري ټرانسپورت پر یوه ټونس موټر پرونۍ چاودنه
کابل کې د ښاري ټرانسپورت پر یوه ټونس موټر پرونۍ چاودنه

د خبریالانو د دفاع کمېټې مسؤل عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو ته وویل، دوی د خبریالانو د فزیکي امنیت په اړه سخت اندېښمن دي.

ښاغلی هاشمي زیاتوي: "د ژورنالېستانو دفاع کمېټه د پخوا په څېر د خبریالانو د فزیکي خوندیتوب په اړه سخته اندېښنه لري، له بده مرغه چې په افغانستان کې هېڅوک خوندي نه‌دي، خو بیا هم سږ کال د رسنیو په وړاندې له تاوتریخوالي ډک کال دی او د ژورنالېستانو سر او مال خوندي نه‌دي."

که څه هم امنیتي بنسټونو د دغه پېښې په اړه تر دې مه څه نه‌دي ویلي، خو ښاغلی هاشمي وایي چې د دوی د معلوماتو پر بنسټ دا یوه هدفي حمله وه چې له امله‌یې د اریانا ټلوېزیون د خبرونو ویانده او د خپرونو جوړوونکې مینا خیري ووژل شوه.

د کابل امنیه قوماندانۍ تېره ورځ وویل چې په یاده چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د اریانا خصوصي ټلوېزیون مشر شریف حسن‌یار هم د اغلې خیري مړینه تأیید کړې ده.

د کابل لوېدیځ کې پر یوه بل ښاري موټر پرونۍ چاودنه
د کابل لوېدیځ کې پر یوه بل ښاري موټر پرونۍ چاودنه

نوموړي ویلي مینا خیري په افغانستان کې د بیان د ازادۍ هیله درلوده او دوی به دوام ورکړي.

ښاغلی حسن‌یار وايي: "د مینا خیري شهادت نه‌شي کولای چې په افغانستان کې د رسنیو او د بیان د ازادۍ د فعالیت مخه ونیسي، په داسې حال کې چې موږ هم غمجن یو د اغلې خیري کورنۍ ته تسلیت وایو، دا زموږ د ټولو شریک درد دی، موږ د بیان ازادۍ ته دوام ورکوو او په شا کېږو ترې نه."

د اریانا خصوصي ټلوېزیون د مسؤلینو په خبره چې یادې وژل شوې خبریالې له ۲۰۱۷ کال راهیسې له اریانا راډیو سره دنده پیل کړه چې وروسته ټلوېزیون ته هم راغله.

دا په روان ۱۴۰۰ لمریز کال کې لومړنۍ ښځینه خبریاله ده چې په یوه چاودنه کې وژل کېږي.

له دې وړاندې د تېر ۱۳۹۹ لمریز کال د کب یا حوت په ۲۲مه په جلال‌اباد ښار کې دانعکاس په نوم د یو خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې ووژل شوې.

ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون درې وژل شوې کارکوونکې
ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون درې وژل شوې کارکوونکې

دا شان له دې وړاندې د همدې ټلوېزیون ویانده ملاله میوند په جلال‌اباد ښار کې د نامعلومو وسله‌والو په حمله کې ووژل شوه چې په کور دننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه راوپارول.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی ویلي چې په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او ۸۰ نور د فزیکي او حرفوي تاوتریخوالي سره مخ شوي.

د اریانا ټلوېزیون پر ویاندې د تېرې ورځې چاودنې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی، خو افغان حکومت له دې وړاندې په خبریالانو د حملو مسؤلین وسله‌وال طالبان بللي، خو وسله‌والو طالبانو په ځلونو دغه ډول حملو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG