د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

جنرال مککنزي: د سولې برخه کې پر طالبانو ډېر شک لرو خو ګورو چې څه کوي؟


ارشیف، روسیه کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي
ارشیف، روسیه کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي

د امریکا د مرکزي قومانداني مشر جنرال مککنزي د طالبانو د سولې پر خبرو شک وکړ او د استازیو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته یې په واشنګټن کې وویل چې دفاع وزارت ته به په لنډو ورځو کې یو پلان وسپاري.

جګپوړی امریکایي جنرال فرانک مککنزي وایي، دی د مذاکراتو د یوه معتمد شریک په توګه پر طالبانو شک لري، په داسې حال کې چې د امریکا متحد ایالاتونه غواړي په راتلونکو میاشتو کې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ وویل چې د مې له پيله د سېپټمبر تر ۱۱مې به پاتې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د امریکا د مرکزي قومانداني مشر جنرال فرانک مککنزي
د امریکا د مرکزي قومانداني مشر جنرال فرانک مککنزي

د امریکا د مرکزي قومانداني مشر جنرال فرانک مککنزي پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) د استازیو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې د سولې برخه کې پر طالبانو ډېر شک لري خو ورته ګورو چې دوی څه کوي؟

جنرال مککنزي زیاته کړه، که طالبان غواړي په راتلونکې کې د افغانستان لپاره په نړیواله کچه وپېژندل شي دوی باید هغه موافقې پلي کړي چې دوی په خپله چمتو کړي دي.

رویټرز اژانس لیکي:

د بهرنیو ځواکونو د وتلو ژمنې دا اندېښنې پیدا کړي چې القاعده به بیا په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړي او ښایي له هغه ځایه د امریکا پرمتحد ایالاتونو د نوېو بریدونو پلان چمتو کړي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو ژمنې دا اندېښنې پیدا کړي چې القاعده به بیا په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړي
د بهرنیو ځواکونو د وتلو ژمنې دا اندېښنې پیدا کړي چې القاعده به بیا په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړي

د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې امریکا به شته ګواښونه څاري، د ترهګرۍ ضد ظرفیتونه به بیا تنظیم کړي او په سیمه کې به هغو ګواښونو ته د ځواب ورکولو لپاره څه پریږدي چې له افغانستانه، متحد ایالاتونو ته متوجه وي.

جنرال مککنزي وویل، دفاع وزیرته به د افغانستان بهر د ترهګرۍ ضد ځواکونو یو پلان د دې میاشتې تر اخره وسپاري.

جنرال مککنزي وویل، که له افغانستانه ځواکونه ووځي هلته استخباراتي ظرفیت د ګواښونو د مخنیوي لپاره کافي نه دی.

XS
SM
MD
LG