د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

پر طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو دوام لپاره د کابل او نوې ډهلي هڅه


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب (ښی) په کابل کې د هند له سفیر سره د لیدنې پر مهال
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب (ښی) په کابل کې د هند له سفیر سره د لیدنې پر مهال

د افغانستان ملي امنیت شورا له هند سره موافقه کړې چې دواړه هېوادونه به د ملګرو ملتونو له‌خوا پر طالبانو او نورو ترورېستي ګروپونو د بندیزونو د جاري ساتلو لپاره سلا مشورې روانې ساتي.

د دې شورا له لوري د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۳۰مه» په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په کابل کې د هندوستان له سفیر رودرندرا ټندڼ سره په لیدنه کې پر دې مسئلې د ټینګار ترڅنګ په یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار کړی، خو طالبانو بیا د افغانستان د امنیت شورا دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، دغه ډول هڅې د جګړې د دوام په معنی دي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې لیکلي، دغه ډول اقدامات د سولې پروسه له زیان سره مخ کوي.

د نوموړي په خبره، مقابل لوری (افغان حکومت) تل هڅه کړې چې د سولې ضد ګامونه پورته کړي.

ښاغلی مجاهد تینګار کوي چې د روانو حالاتو په دوام سره د راتلونکي مسؤلیت د هغه خوا په غاړه دی چې دغه ډول ګامونه‌یې پورته کړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې افغان حکومت په ځلونو له طالبانو د اوربند او اورکم غوښتنه کړې، خو طالبان بیا د خپلو غوښتنو پر منلو ټینګار کوي.

د طالبانو یوه غوښتنه د ملګرو ملتونو له تور لېست نه د طالب مشرانو د نومونو لیرې کول دي.

XS
SM
MD
LG