د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۸

چارواکي: غزني کې تېر کال ۵۰۰ ښځې پر دندو ګومارل شوي


د غزني ولایت په یوه اداره کې یوه ښځینه کارکوونکې
د غزني ولایت په یوه اداره کې یوه ښځینه کارکوونکې

د غزني سیمه‌ییز چارواکي وايي، په تېر ۱۳۹۹م کال کې په دغه ولایت کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې تر ۵۰۰ پورې مېرمنې په دندو ګومارل شوې دي.

دوی وايي مېرمنو ته دغه کاري فرصتونه د روغتیا، تعلیم او قضاء ترڅنګ په ځینو نورو څانګو کې برابر شوي دي.

د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده ازادي راډیو ته وویل، دغه مېرمنې د خپلې وړتیا په مټ په دندو ګومارل شوي او په راتلونکي کال کې به دا شمېره نوره هم لوړېږي.

ښاغلی جمعه‌زاده زیاتوي: "د سږ کال په اوږدو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې تقریباً ۵۰۰ ښځې نوې مقررې شوې دي، په ټوله کې سیمه‌ییزه ادارې د ښځو برخې ته ډېره توجه کړې ده."

د ښځو په برخه کې د غزني ولایت سلاکاره ډاکتر امینه حکیمي پر دندو د ښځو ګومارنه په ټولنه کې د ښځو د کار، اقتصاد او ښه راتلونکي لپاره ګټور بولي.

اغلې امینه زیاتوي، ترڅو چې مېرمنې په کارونو لاس پورې نه‌کړي، په ټولنه کې د فقر او غریبۍ ټغر نه‌ټولېږي.

د ښځو په چارو کې د غزني ولایت سلاکاره ډاکتر امینه حکیمي
د ښځو په چارو کې د غزني ولایت سلاکاره ډاکتر امینه حکیمي

امینه له مېرمنو غواړي چې پر ځان باور ولري او له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه کار وکړي: "په غزني ولایت کې ښځې په ښه توګه باندې له خپلو وروڼو سره څنګ په څنګ د خپل وطن خدمت کوي، له دې سره په غزني کې د ښځو ستونزې ډېرې هوارې شوې دي، په هره برخه کې ښه ونډه او برخه ورکول کېږي."

د ځوانانو په عالي شورا کې د غزني استازې ناهیده حسن‌یار هم دغه کال د غزني ولایت په کچه مېرمنو ته بې‌ساری کال بولي.

دا وايي، مېرمنو د ازاد رقابت پر مټ دندې ترلاسه کړي او دا مهال ډېری مېرمنې په ټولو دولتي او خصوصي ادارو کې پر دندو ګومارل شوې دي.

اغلې حسن‌یار وایي، په ښارونو کې په زرګونه نجونو او پېغلو ته حکومت د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړې دي، کاري فرصتونه رامنځته شوي دي، خو په لیرې پرتو سیمو کې بیا مېرمنې له ټولو بشري روغتیايي او تعلیمي حقونو بې‌برخې دي.

اغلې حسن‌یار زیاتوي: "د تېرو کلونو په پرتله ۱۳۹۹ کال ښځو ته د کاري فرصتونو په برخه کې ډیر ښه کال و، له نېکه مرغه موږ او تاسو اوس په هره اداره کې وینو چې ښځې او پېغلې په‌کې کار کوي، زه ډېره خوشحاله یم چې تر دې زیاتې لوستې نجونې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار وکړي."

په غزني کې د ښځو چارو رئیسه هم مېرمنو ته د رامنځته شویو کاري فرصتونو یادونه کوي.

شکریه ولي وايي، دلته په کار باندې د مېرمنو ګومارنه د ښځو ستونزې راکمولی شي، خو د قضاء او څارنوالۍ په برخه کې د مېرمنو ګومارل د مېرمنو د جرئت بېلګه یادوي.

د غزني د ښځو چارو رئیسه شکریه ولي
د غزني د ښځو چارو رئیسه شکریه ولي

دا وايي کال په کال په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د مېرمنو ونډه زیاتېږي: ​"د څارنوالۍ، روغتیا او پوهنې ترڅنګ په بېلابېلو ځانګو کې ښځې ډېرې په دندو ګومارل شوې دي، یوازې په پوهنې ریاست کې سږ کال له ۱۸ تنه ښځینه امرانو څخه امتحانونه واخیستل شول او پر دندو وګومارل شوې، د ښځو لپاره دا ډېر لوی کار دی، که په یوه ارګان کې یوه ښځه کار کوي، په اسانۍ سره کولای شي د نورو ښځو ستونزې هوارې کړي، موږ دا په نېک فال نیسو، تمه لرو چې په ۱۴۰۰ کال کې لا ډېرې ښځې مقررې شي."

شکریه ولي وايي، د ۱۳۹۸م کال په پرتله په ۱۳۹۹م کال کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کاري زیاتوالي په شمېر کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.

شکریه ولي وايي، که په ښارونو او ځینو ولسوالیو کې ښځې یوه اندازه تعلیم یافته شوې، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې په کارونو لاس پورې کړی او یا یې په خپلو کورونو کې واړه واړه کارونه پیل کړي دي، خو د ولایت په لیرې پرتو سیمو کې ښځې په بد وضعیت کې ژوند کوي، ډېری برخه‌يې د روغتیا او زده‌کړو ترڅنګ د ژوند له ټولو اسانتیاوو بې‌برخې دي.

XS
SM
MD
LG