د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

په غزني کې د معصومې زرین فرهنګي کافي شاپ


 غزني کې زرين کافي شاپ
غزني کې زرين کافي شاپ

د غزني مرکز ته څېرمه په نواباد سیمه کې یوې مېرمنې یو کافي شاپ جوړ کړی دی.

د غزني ښار شمال لوېديځ لور ته په پنځه کیلومټرۍ کې په نواباد سیمه کې په دوهم پوړ کې یو شمېر نجونې او مېرمنې سره راټولې شوې.

دلته د ښځو ترڅنګ یو شمېر سړي هم د خپلو کورونیو له مېرمنو سره د تفریح لپاره راغلي.

د دغه کافي شاپ چلوونکې شل کلنه معصومه د هرکلي په غرفه کې ناسته ده.

معصومه د کافي شاپ مسوله
معصومه د کافي شاپ مسوله

معصومه وايي، د خپلې ټولنې د ښځو د تفریح او خوشحالۍ لپاره یې دغه کافې پرانیستې ده.

دا زیاتوي، کال وړاندې یې د خپل مېړه په مرسته دې کار ته ملا وتړله موخه یې د پېسو ګټل او هم خلکو ته یوه ارامه او مناسبه فضا برابرول دي.

هغه زياتوي: "ما په دې موخه دا کافي شاپ خلاص کړی ده چې په غزني کې د ښځو لپاره هیڅ داسې ځای نه وو چې هغوی دې په کې راغونډې شوي وای، ښځو نه شوای کولای چې په یوه ځای کې سره راغونډې شي، په دې خاطر مې دا کافه خلاصه کړه، چې ښځې وکولای په کافه شاپونو او رسټورانټونو کې حضور ولري."

معصومه وايي، له دې کار څخه یې موخه دا هم ده چې ښځو ته فکر ورکړي او پوهه یې کړي، چې کولای شي هر کار وکړي.

معصومه زیاتوي، په هیوادکې ډېرى ښځې له فقر او غریبي څخه کړېږي، خو بیا هم په کورونو کې ناستې او هیڅ کار نه کوي، هغه مېرمنې چې د کورونو سرپرستي ورپرغاړه وي هغوی دي په دا ډول کارونو لاس پورې کړي چې ژوند یې برابر شي.

ډاکټره امینه هم د دې کافې له مېلمنو یوه ده.

دا د کورنۍ له ځینو نورو غړو سره یو ځای دغه کافه شاپ ته راغلې.

امینه وايي، په ښار کې نه شي کولای چې کوم هوټل او یا هم کافي شاپ ته لاړه شي، په ډاډه زړه خواړه وخوري او یا تفریح وکړي، خو د معصومې دغه کافې ته ډېرى وخت راځي.

ډاکټره امینه دغه کافي شاپ د ښځو لپاره یوه نمونه یادوي.

دا وايي، دلته مالکه ښځه، اشپزه ښځه، کارکوونکې ښځې، مشتریانې ښځې او هر څه د ښځو په لاس کې وي، ډېره ارامي احساسوي.

دا وايي، د غزني نورې ښځې دي هم له دې اقدامه الهام واخلي چې د معصومې غوندې یې ژوند برابر شي.

هغه زياتوي: "دا ډول کارونه د ښځو لپاره ډېره زیاته ګټه لري او ښځو ته ډیر جرئت ورکولای شي، د نورو کارونو ښځې یې کولای شي، چې نور کارونه مخته یوسي، دوکانداري وکړي، خیاطي وکړي، تجارت وکړي، دا ټولو ښځو ته یوه اولګو ده."

که څه هم، چې په غزني کې ځینې مېرمنې په وړو وړو کارونو لکه، ګلدوزي، خامک، کورنۍ دوکانداري، او داسې نورو کارونو بوختې دي، خو معصومه لومړۍ ښځه ده چې په بازار کې يې رستورانت جوړ کړی.

XS
SM
MD
LG