د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

افغانستان کې د کرونا بحران مدیریت کې د ښځو ونډه څنګه وه؟


افغان جاپان روغتون کې د ښځینه روغتیاپالانو له لوري په کرونا ویروس اخته ناروغانو درملنه
افغان جاپان روغتون کې د ښځینه روغتیاپالانو له لوري په کرونا ویروس اخته ناروغانو درملنه

سږکال د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په ټوله نړۍ کې خلک د کرونا ویروس سره د مبارزې په حال کې دي.

د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې هم لسګونه زره کسان په دې ویروس اخته شول.

په تېر یوه کال کې کرونا ویروس د خلکو ژوند له سختیو سره مخ کړ، ښځې هم په بېلابېلو برخو کې له دې ویروس سره مخ وې، خو افغانستان کې د کرونا بحران مدیریت کې د ښځو ونډه څنګه وه؟

په افغانستان کې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ له کرونا ویروس سره د مبارزې عالي کمېټه جوړه شوه.

د عامې روغتیا وزارت وایي، ښځو د دې کمېټې بېلابېلو برخو کې ونډه درلوده، د ښځو چارو وزارت او طبي عالي شورا مشرتابه چې په راس کې یې ښځې دي هم یادې کمېټې ته کار کاوه.

د عامې روغتیا وزارت د کرونایي او بېړنې حالاتو د مرکز مشر میر لیث مصطفی ازادي راډیو ته وویل، د کرونا ویروس د بحران مدیریت ستراتېژیکې رهبرۍ کې د طبي عالي شورا مشرې نسرین اوریاخیل او د جمهور رئیس سلاکارې ډېوې صمد د پام وړ ونډه درلوده.

نسرین اوریاخېل
نسرین اوریاخېل

نوموړی د کرونا ویروس په مهارولو کې د ښځو ونډه په دوو برخو وېشي: "یو په کورني او ټولنیزه برخه کې د دوی ونډه ده چې تر ډېره د څارنې په ځانګړي ډول د خفیفې او متوسطې څارنې چې اخته کس ته په خپل وخت د درملو او مناسبو خوړو ورکړه په‌کې شامله وه. دا ډېر مهم اړخ و چې ښځو په‌کې خپله ونډه ښه ولوبوله. دوهمه برخه په روغتیایي برخه کې د خدمتونو وړاندې کول و چې ښځو د خپلو وروڼو ترڅنګ ډاکترۍ، نرسنګ، لابراتور او نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کړل. پرته له شکه، د کرونا ویروس سره مبارزه د ښځو له ونډې پرته نا ممکنه وه."

له مدیریتي برخې هاخوا، ښځو د کرونا ویروس سره د مبارزې عملیاتي برخه کې هم اساسي ونډه درلوده.

په نیمروز ولایت کې د ساري ناروغیو د کنټرول ولایتي مسؤله فرشته زاهدي وایي، د هغو ښځو له ډلې ده چې د ولایت په کچه‌یې له کرونا ویروس سره مبارزه کې اساسي ونډه درلوده.

ارشیف، افغانستان کې د کرونا ویروس د لومړنیو مثبتو پېښو له ثبتېدو سره سم د ښځو له لوري یو شمېر عامو خلکو ته له دغه ویروس د ځان د وقایې لپاره د ماسکونو د وېشلو لړۍ.
ارشیف، افغانستان کې د کرونا ویروس د لومړنیو مثبتو پېښو له ثبتېدو سره سم د ښځو له لوري یو شمېر عامو خلکو ته له دغه ویروس د ځان د وقایې لپاره د ماسکونو د وېشلو لړۍ.

اغلې زاهدي وايي: "له نېکه مرغه په نیمروز کې چې یو سرحدي ولایت دی او هره ورځ د ابرېشم پل له لارې له ایران څخه افغانستان ته څه د پاسه ۵ زره مهاجر راتلل زموږ زیارکښو او کوششي همکارانو، د رخصتۍ ورځو کې هم شپه ورځ کار کاوه، څومره مو چې کولای شول کوښښ مو وکړ. له نېکه مرغه پایله‌یې هم ښه وه."

په کابل کې د کرونا ویروس د لومړني ځانګړي مرکز افغان- جاپان ډاکتره مژګان الیاسي وایي، ښځو په سختو حالاتو کې له کرونا ویروس سره مبارزه وکړه.

افغان-جاپان روغتون
افغان-جاپان روغتون

ډاکتر الیاسي وايي: "زموږ د لویو ستونزو له ډلې یو هم کور ته تلل و. یعنې موږ له دې وېره درلوده چې خدای مه‌کړه دا ویروس کورنۍ ته ونه‌لېږدوو. ځکه چې اولادونو مو هلته ژوند کاوه، له دې له امله موږ اندېښمن و."

که څه هم د عامې روغتیا وزارت وايي، د هغو ښځینه کارکوونکو شمېرې چې د کرونا ویروس برخه کې یې کار کاوه نه‌لري، خو د دغه وزارت د مسؤلینو په خبره، د ۱۶ زره روغتیایي کارکوونکو له ډلې ۳۰ تر ۴۰ سلنه‌یې ښځې دي.

  • خو څومره ښځینه ډاکترانې د کرونا ویروس له امله مړې شوې دي؟

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري وايي: "هغه ډاکتران چې د کرونا په بحران کې له دغه ویروس مړه شول، ۹۹ تنه دي. د دې ۹۹ ډاکترانو له ډلې ۱۰ تنه‌یې ښځې وې."

افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو په لومړیو کې د دغه ویروس له امله مړ شوی ډاکتر حنیف
افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو په لومړیو کې د دغه ویروس له امله مړ شوی ډاکتر حنیف

په داسې حال کې چې افغانې ښځې په بېلابېلو برخو کې د کار کولو وړتیا لري، خو د افغانستان سنتي ټولنې یې تر ډېره پر وړاندې ستونزې زېږولې دي.

لوړ شمېر یې له خپلو حقونو بې‌برخې دي او ډېرو کمو یې چې بیا دا پولې نړولي د فعالیت به بېلابېلو ډګرونو کې له خورا امنیتي ستونزو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG