د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۰۸

افغانستان او سیمې ته د خلیلزاد تازه سفر؛ امریکا د سولې خبرو نوی پړاو پیلوي


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نننۍ لیدنه
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نننۍ لیدنه

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون څخه د یوه کال په تېرېدو سره، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د افغانستان د سولې اړوند خبرو لپاره دغه هېواد او د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۱» له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره کتلي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي دواړه لورو د سولې پروسې په راتلونکو ګامونو خبرې کړي او د دغه بهیر په چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

جمهوري ریاست په دې اړه په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې دا لیدنه نن ارګ کې شوې ده.

په اعلامیه کې دا راغلي چې ښاغلي خلیلزاد جمهور رئیس غني سره په خبرو کې د سولې لپاره پر کورنۍ اجماع او سیمه‌ییزې او نړیوالۍ دیپلوماسۍ خوښي ښودلې او یو خل بیا یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د اغېزناک رول په اړه ډاډ ورکړی دی.

ښاغلی خلیلزاد له جمهور رئیس غني سره تر لیدنې مخکې د ملی مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، په دې لیدنه کې د متحده ایالاتو له‌خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون په بیا کتنې، د سولې خبرو په چټکېدو او ځینو نورو مسایلو خبرې شوي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د شخړې د حل لپاره د یوه ټول‌منلي سیاسي جوړجاړي په اړه خبرې کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

ښاغلی خوځون زیاتوي: "په دې ناسته کې د سولې خبرو په دوهم پړاو، د امریکا له‌خوا د دوحې تړون د بیا کتنې، د سولې خبرو په چټکتیا، د تاوتریخوالي په کمېدو او پای ته رسېدو او د یوه ټول‌منلي سیاسي جوړجاړي په اړه خبرې شوي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون څخه د یوه کال په تېرېدو سره، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د افغانستان د سولې اړوند د خبرو لپاره د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی.

کابل ته د ښاغلي خلیلزاد له سفر وړاندې د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او قطر په ګډون د سیمې هېوادونو ته د نوموړي د سفر له پیل خبر ورکړ.

دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ولیکل "د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی به په دې سفر کې د افغان دولت له مشرانو، طالبانو او په سیمه کې د یو شمېر هغو هېوادونو له رهبرانو سره چې ګټې یې په افغانستان کې په یوې عادلانه سیاسي هوکړه او اوربند پورې تړلې دي، خبرې وکړي."

ښاغلی خلیلزاد داسې مهال د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته سفر پیلوي چې متحده ایالات له طالبانو سره د فبرورۍ د ۲۹مې تړون پر بیا ارزونه بوخت دی.

افغان حکومت او د سولې مرکچي پلاوی سولې لپاره د هر پورته شوي ګام هرکلی کوي.

د سولې په چارو کې د‌ دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د ‌سولې د دوهم پړاو په اړه سفرونه پیل کړي. د افغانستان اسلامي جمهوريت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د سولې په برخه کې اغېزمن وي."

خو طالبان بیا وایي، د دې سفر اغېز به له خلیلزاد سره د ‌دوی د ناستو وروسته روښانه شي.

په قطر د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل: "د‌ دې سفر د اهمیت او نه اهمیت په اړه خبرې د ناستې له کېدو وروسته کېدای شي‌."

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

دا واک ته د امریکا جمهور رئیس جو بایډڼ له رسېدو وروسته، د افغانستان د سولې په اړه د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد لومړی سفر دی.

خو دا چې دا سفر به د تېرو هغو په پرتله څه بدلون او څه پیغام ولري، لا نه‌ده معلومه.

خو څه چې ښکاره دي هغه له طالبانو سره د امریکا د شوي تړون په اړه د متحده ایالاتو د نوي حکومت دریځ دی چې‌ وایي، له افغانستان څخه د عسکرو وتل د دې هېواد په وضعیت او شرایطو پورې تړلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG