د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

د امریکا-طالبانو پر تړون بیاکتنه؛ افغان حکومت دغه تړون د وخت ضایع کېدل بولي


د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون

سره له دې چې امریکا ویلي چې له طالبانو سره په شوي تړون له سره غور کوي، طالبان بیا هم د دې تړون عملي کېدو ته هیله‌من دي.

خو د افغانستان حکومت چې له دې تړون اړخ ته شوی و، وایي دې تړون د افغانستان خلکو ته له زیان پرته بله کومه ګټه نه‌ده رسولې.

د افغانستان حکومت وایي، دې تړون له دې پرته چې بین‌الافغاني خبرو ته چې هغه هم ټکنۍ او پڅې مخ ته ځي، لاره پرانیستې، کومه بله ګټه نه‌ده رسولې.

پرون پر دغه تړون چې کال مخکې د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې د طالبانو او د امریکا ترمنځ شوی، یوکال واوښت، خو هغسې چې تمه‌یې کیده نه‌یې په افغانستان کې اوربند ته زمینه برابره کړه او نه‌یې هم د جګړو شدت کم کړی، بلکې برعکس تاوتریخوالی لا ورسره زیات شوی دی.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال پرون رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې، دغه تړون د افغانستان د حکومت له پلوه د وخت ضایع کول وبلل او زیاته‌یې کړه: "که د دوحې تړون ته له افغاني لوري وکتل شي، یوازې وخت ضایع شوی، افغانانو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخریب شوی دی."

د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

خو د طالبانو مرستیال مشر او په قطر کې د دې ډلې د دفتر رئیس ملا عبدالغني برادر د دغه تړون د لاسلیک د یوې کلنې کلیزې په مناسبت وینا کې چې پرون‌یې خپره کړې ویلي چې د دغه تړون تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګېدو لپاره ښه فرصت رامنځ شوی او په‌کار ده چې له دغه فرصته ګټه پورته شي.

ملا برادر وايي: "که د توافق‌نامې دواړه لوري په خپل وخت له دې فرصت څخه استفاده وکړي، تمه ده چې مثبتې پایلې به ولري."

ملا عبدالغني برادر ټینګار وکړ چې دغه تړون د ملګرو ملتونو د استازو په شمول د زیات شمېر نړیوالو څارونکو په مخ کې لاسلیک شوی او د عملي کېدو لپاره‌یې همدا نړیوال څارونکي یو ډول مکلفیت لري چې مقابل لوری یې ټولو مسؤلیتونو او تعهداتو ته متوجې کړي.

د ښاغلي برادر اشاره د امریکا متحده ایالاتو ته ده چې پر دې تړون‌یې د بیاکتنې خبره کړې ده. د دغه تړون له مخې د طالبانو یوه مهمه غوښتنه تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو وتل دي.

ملا عبدالغني برادر
ملا عبدالغني برادر

تر اوسه امریکایي چارواکو د دغه تړون د لاسلیک د یوې کلنې کلیزې په مناسبت څرګندونې نه‌دي کړي، خو د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې جګپوړو سیاسي او امنیتي چارواکو ویلي چې په ټوله کې پر دغه تړون او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر وروستي ضرب‌الاجل له سره غور ځکه کوي چې طالبانو خپلې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو نه‌پرېکون، د تاوتریخوالي نه‌کمول، د افغانستان د دولت له استازو سره د سولې په خبرو کې په اغېزمن ډول نه‌ګډون او یو لړ نور هغه مسایل دي چې طالبان‌یې په سرغړاوي تورن شوي دي.

د دوحې د تړون عملي کېدو ته یوازې دوه میاشتې پاتې دي، خو داسې نه‌برېښي چې په دې پاتې موده کې دې ټول اړخونه د هغه شرطونه پوره کړي.

XS
SM
MD
LG