د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

ایا طالبانو له بهرنیو ترورېستانو سره اړیکه پرې کړې؟


ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان
  • له بهرنیو ترورېستانو سره اړیکه

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو د هغه دستور په اړه چې له بهرنیو جنګیالیو سره د اړیکو پرې کولو په اړه‌یې کړی، شک او تردید لري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې لا هم د طالبانو او بهرنیو ترورېستي ډلو ترمنځ نږدې اړیکې موجودې دي او تر اوسه هم د افغانستان په کچه د بهرنیو جنګیالیو فعالیتونه د پام وړ دي.

ښاغلی امان زیاتوي: "طالبانو ترورېستي ډلو لپاره زمینه برابره کړې، ترڅو د افغانانو او د دې هېواد په وړاندې ترورېستي فعالیتونه وکړي، د دوی وروستۍ څرګندونې د دې ښکارندویي کوي چې لا هم د طالبانو او بهرنیو ترورېستي ډلو ترمنځ اړیکې ټینګې دي، افغانان د بهرنیو ډلو او طالبانو ترمنځ د اړیکو په پرې کولو شک لري."

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
  • د طالبانو اعلامیه

د طالبانو د نظامي کمېسیون د اعلامیې په اساس چې د رسنیو له لوري خپره شوې، دغې ډلې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کړې چې په خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو له جلب او جذب او همدا شان دوی ته له پناه ورکولو ډډه وکړي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په راستولي پيغام کې دغه تازه دغه امر نه تأیید او نه هم رد کړ.

افغان اسلامي اژانس راپور ورکړی چې دغه دستور درې اوونۍ وړاندې صادر شوی او اوس د اجرا وړ دی.

په دغه دستور کې راغلي، د طالبانو هېڅ غړی نه‌شي کولای، په خپل سر بهرنیانو ته اجازه ورکړي چې د طالبانو په لیکو او یا د هغوی په پټنځایونو کې واوسي.

وړاندې راغلي، د دا ډول ګناه مرتکبین به له ډلې ویستل کېږي، جنګیالي به‌یې منحل او د جزا لپاره به نظامي کمېسیون ته معرفي کېږي.

  • د امریکا شرط

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې په هوکړه کې له القاعده او نورو ترورېستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کول د متحده ایالاتو اصلي شرط و.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري د ۲۹مې هوکړه
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري د ۲۹مې هوکړه

بیا هم د طالبانو او بهرنیو ترورېستي ډلو ترمنځ د اړیکو پرېکون په اړه پوښتنې د یو معما تر بریده لا پر ځای پاتې دي.

د امریکا دفاع وزارت تازه ویلي چې طالبانو د تېر کال د هوکړې پر ژمنو عمل نه‌دی کړی.

همدا شان د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تېره اوونۍ تأیید کړه چې طالبانو تاوتریخوالی نه‌دی کم کړی، د سولې خبرې په ښه نیت مخ ته نه‌وړي او خپلې اړیکې یې د القاعده په څېر له ترورېستي ډلو سره نه‌دي پرې کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس احمد برمک په دې باور دی چې د طالبانو او بهرنیو ترورېستي شبکو ترمنځ د اړیکو د پرېکون د څار لپاره باید مېکانیزم رامنځته شي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس احمد برمک
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس احمد برمک

ښاغلی برمک وايي: "دا یوه ډېره پېچلې موضوع ده، فکر کوم، د دې لپاره د افغانستان دولت، طالبانو، نړیوالې ټولنې، ناټو، امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو سازمان یو ګډ مېکانیزم ته اړتیا ده، ځکه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې برخه کې کولای شي رول ولري، په هوکړه کې طالبانو مخکې هم ژمنه کړې، خو د افغانستان، متحده ایالاتو، نړیوالې ټولنې د راپورونو او د تحلیل له خپرېدا وروسته مسئله برعکس وه."

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت په هېواد کې د بهرنیو جنګیالیو د شمېر په اړه دقیق ارقام نه‌لري، خو مخکې یې ویلي دي چې په افغانستان کې له ۲۰ زیاتې ډلې جنګېږي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ میلادي کال په نیمايي راپور کې ویلي و، د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د طالبانو په ملاتړ د القاعده شبکې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ جنګیالي فعال دي.

XS
SM
MD
LG