د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۳۳

"طالبان هڅه کوي پر کندهار، زابل، ارزګان، هلمند او ننګرهار یرغلیز بریدونه وکړي"


په ارزګان کې طالب جنګیالي
په ارزګان کې طالب جنګیالي

د پسرلي او دوبي په رانږدې کېدو او د جګړې او تاوتریخوالي زیاتېدو ته د افغانستان د ملي امنیت رئیس اندېښنه ښودلې.

د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج د پنجشنبې(د سلواغې ۳۰مه) په ورځ له یو شمېر خبریالانو سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان له لویدیځ څخه د پاکستان کوټې ته د یو شمېر طالب قوماندانو له سفر وروسته، هغوی ته امر شوی، څو په پسرلي او دوبي کې د خپلې جګړې ټول تمرکز د کندهار، زابل، ارزګان، هلمند او ننګرهار ولایتونو ته واړوي.

د ښاغلي سراج په خبره، د هېواد په ختیځ کې به د جګړې زور د ننګرهار په حصارک او شېرزادو ولسوالۍ وشي او له دې کار د طالبانو موخه، د خپلو یو شمېر مشرانو لپاره تل‌پاتې او خوندي پټن‌ځایونه پیدا کړي.

د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج
د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج

د ملي امنیت رئیس زیاتوي، افغان ځواکونه هم د جګړې نوي فصل ته بشپړ چمتووالی لري، څو د طالبانو د دې پلان او د تاوتریخوالي د ډېرېدو مخه ونیسي.

د ملي امنیت رئیس وايي، دې ادارې سیمه کې د استخباراتي اجماع د جوړېدو لپاره د پاکستان او امریکا په ګډون د منځنۍ اسیا له یو شمېر هېوادونو لکه، تاجکستان، ازبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغېزستان او اذربایجان سره د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې‌شنبې په ورځو غونډه وکړه.

د ښاغلي سراج په خبره، دې غونډه کې تر ډېره د استخباراتي اطلاعاتو په تبادلې او د منځنۍ اسیا هېوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې په قناعت ورکولو بحث وشو.

د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج وايي، همدا اوس په افغانستان کې د ازبېکستان د اسلامي غورځنګ، د تاجکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ چین د ترکستان وسله‌والو په ګډون لس زره بهرني ترهګر شته چې موخه یې د منځنۍ اسیا او ختیځ ترکستان ته د جګړې غځول دي.

د ملي امنیت عمومي رئیس همدا ډول په افغانستان کې د القاعده ډلې فعال حضور مني او زیاتوي، همدا اوس د دې ډلې ۳۰۰ وسله‌وال شته چې له طالبانو سره ډېرې نږدې او سټراټیژیکې اړیکې لري.

له دې وړاندې امریکا او ملګرو ملتونو هم طالبان تورن کړي و چې له ژمنې سره-سره یې لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې نه دې پرې کړي.

د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج وايي، په افغانستان کې لس زره بهرني ترهګر شته .
د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج وايي، په افغانستان کې لس زره بهرني ترهګر شته .

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري د ۲۹مې د هوکړې یوه مهمه برخه له بهرنیو ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول له طالبانو سره د اړېکو پرېکون دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا هم سره له دې چې د دې ادعا په اړه د ازادي رآډیو د خبریال پیغامونه ولیدل، خو ځواب یې نه کړل.

ولې له دې وړاندې یې د القاعده په ګډون له ټولو بهرنیو وسله‌والو ډلو سره د خپلو اړیکو پر پرېکون ټینګار کړی دی.

د ملي امنیت عمومي رئیس داسې مهال د جګړې په فصل کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښيي چې له امریکا سره د طالبانو د هوکړې پر بنسټ باید د مې میاشتې تر اخره ټول بهرني عسکر افغانستان پرېږدي، ولې په مقابل کې یې باید دا ډله هم تاوتریخوالی را کم، د القاعده په ګډون بهرنیو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې او همدا ډول له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

هغه څه چې د افغان حکومت، ملګرو ملتونو او د امریکا د سناجرګې له قوله، هېڅ یو یې نه دی عملی شوی او او پایله یې نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG