د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

د یوناما راپور ته د امنیت شورا غبرګون: طالبان د ډېرو ملکي تلفاتو مسوول دي


ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر طالب وسله وال
ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر طالب وسله وال

که څه هم د افغانستان د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو هرکلی کړی، خو وایي د شمېرو په برخه کې باید ډېر دقت وشي.

د یوناما په پروني (سې شنبه-د کب ۵مه) راپور کې راغلي دي چې د دوه زره شلم کال د جنوري له لومړۍ د دسمبر تر یو دېرشمې د شخړو او جګړو پر مهال تر درې زره ډېر ملکیان وژل شوي او تر پنځه زره ډېر ملکیان ټپيان شوي دي.

د راپور له مخې طالبان د دې مرګ ژوبلې د پنځه څلویښت په سلو کې مسوول دي. په دې راپور کې د اته سلنې تلفاتو مسوول داعش بلل شوي. افغان ځواکونه د دوه ویشت فیصده تلفاتو مسوول او بهرني ځواکونه د یو فیصد تلفاتو مسوولین بلل شوي دي.

د افغانستان د امنیت شورا په خبرپاڼه کې چې تېره شپه ناوخته خپره شوه، راغلي دي چې په حقیقت کې د طالبانو مسوولیت تر دې ډېر دی چې د یوناما په راپور کې دوی ته راجع شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ادعا کوي چې طالبانو په افغانستان کې د اکثرو ترهګرو ډلو د فعالیت زمینه برابره کړې ده او د دې لپاره چې دا ډله د خلکو له کورونو د سپر په توګه استفاده کوي ملکیانو ته تلفات اوړي.

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست شاه محمود میاخېل هم ورته ادعا لري.

ده پرون سې شنبه (د کب ۵مه) ملت ته د دولت د حساب ورکولو غونډه کې په کابل کې وویل: "طالبان، کله چې موږ طالبان وایو، دې ډلې د القاعده او داعش په ګډون ټولو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده او دا ډلې د همدوی تر چتر لاندې فعالیت کوي. دوی جګړه شدیده کړه، شخړې یې راکمې نه کړې. دوی په تیر یوه کال کې پر یوسل او دوه دیرش ولسوالیو او اوو ولایتونو د نیولو په نیت تهاجمي بریدونه وکړل."

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست شاه محمود میاخېل
د افغانستان د ملي دفاع سرپرست شاه محمود میاخېل

یوناما په خپل راپور کې ویلي دي چې د سېپټمبر له میاشتې راپه دې خوا چې بین الافغاني مذاکرات د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوي دي، په افغانستان کې شخړې زیاتې شوي دي چې دغو شخړو د ماشومانو او ښځو په ګډون د ګڼو ملکیانو ژوند اخېستی دی.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د سې شنبې(د کب ۵مه) په ورځ په ټویټر کې د یوناما راپور نیمګړی وباله او ادعا یې وکړه چې د ملکي تلفاتو اصلي عاملان په دې راپور کې نه دي یاد شوي.

د دې سربېره چې د افغانستان د دولت او د طالبانو د پلاوو ترمنځ تازه لیدنې کتنې پيل شوي دي، خو شخړې په افغانستان کې نه دي کمې شوي. دواړه لوریو روانه اوونۍ دوشنبې بیا خبرې پیل کړې.

خلک له جګړو ستړي شوي او له دې خبرو د سمدستي اوربند تمه لري.

XS
SM
MD
LG