د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

وار-اېن- ډي راکس: له طالبانو سره باید څه ډول چلند وشي؟ 


ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان
ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان
  • وار-اېن- ډي راکس خپرونه

وار-اېن- ډي راکس خپرونې په دې لیکنه خپره کړې چې له طالبانو سره باید څه ډول چلند وشي؟

د امریکا ولسمشر جوبایډن باید ژر پرېکړه وکړي چې له افغانستانه ۲۵۰۰ پاتې پوځیان وباسي او که پرېږدي؟

د تېرکال د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې له موافقې سره سم امریکا باید خپل ټول پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې پورې وباسي.

خو د دې پر وړاندې طالبانو منلې چې له القاعده سره به اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی به کموي او د افغانستان له دولت سره به د سولې خبرې پیلوي.

وار-اېن- ډي راکس وايي، شپږ میاشتې کېږي چې طالبانو او دولت خبرې پیل کړي، خو په خبرو کې پرمختګ نه لیدل کېږي او داسې هېڅ نښه نه شته چې افغانستان به د ثبات لور ته درومي.

خپرونه زیاتوي، د سیاسي جوړجاړي برخه کې له پرمختګه پرته د ځواکونو ایستل دا خطر لري چې افغانستان نور هم له سقوط او بې ثباتۍ سره مخامخ شي.

  • فارن پالیسي

فارن پالیسي هم په دې موضوع لیکنه خپره کړې ده.

دې خپرونې خپله لیکنه د امریکا د کانګرس د افغانستان د مطالعاتو د ډلې په هغه راپور پیل کړې چې د فبرورۍ په درېيمه خپره شوه او له افغانستانه یې د مې تر لومړۍ نېټې د امریکايي پوځیانو د وتلو په صورت کې احتمالونه اټکل کړي دي.

د دې ډلې په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې هغه تروریستي ډلې به بېرته دغه هیواد ته راشي چې د امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د حملې په نتیجه کې وځپل شوې او یو وار بیا به د دوو یا درېيو کلونو په منځ کې پر امریکا برید وکړي.

د فارن پالیسي د لیکنې لیکوالان سجن ګوهېل او ویکتوریا جونزهم د کانګرس د افغانستان د مطالعاتو د ډلې د راپور په تایید ویلي، په دې صورت کې امریکا په هاغه لار پل ږدي چې شوروي اتحاد ایښی و او لکه څرنګه چې د شوروي اتحاد د پوځونو وتلو ناورین رامنځته کړ، د امریکايي پوځیانو وتل به یې هم رامنځته کړي.

د لیکوالو په باور جدي اندېښنې شته چې افغانستان به بیا د نولس سوه نوي یمې لسیزې په شان د تروریستانو پر ځالو بدل شي، خو دا تر ډېره له دې سره تړلې ده چې د ولسمشربایډن حکومت سږکال څه ډول اقدامات کوي.

په افغانستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ له روغې جوړې مخکې د ځواکونو ایستل به د دې لامل شي چې په دې هېواد کې خونړۍ کورنۍ جګړه ونښلي.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د جنیوا د موافقې پر اساس په ۱۹۸۹ میلادي کال ووتل. د جنیوا په موافقه کې افغان مجاهدین شامل نه وو، نو د شوروي پوځونو له وتلو وروسته جګړې دوام وکړ.

د نړۍ د مختلفو هېوادونو سختدریځي افغانستان ته راغلل او په دې هېواد کې یې د روزنې کمپونه جوړ کړل.

اوس هم که د افغانانو ترمنځ له سولې مخکې امریکايي پوځیان ووځي جګړه دوام کوي او نړیوالو تروریستي ډلو ته پناه ځایونه په لاس ورځي.

XS
SM
MD
LG