د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

سټارز اېنډ سټرایپس: د هغې معاملې چې هدف یې د جګړې ختمول و، طالبان زړور کړي


ارشیف، وسله وال
ارشیف، وسله وال
  • سټارز اېنډ سټرایپس

د امریکا د پوځ اړوندې ورځپاڼې سټارز اېنډ سټرایپس د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، هغې معاملې چې هدف یې د افغانستان د جګړې ختمول و، ظاهراً طالبان زړور کړي دي.

د ورځپاڼې اشاره هغې موافقې ته ده چې تېر کال د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شوه. د دې موافقې پر اساس طالبان باید د افغانستان له دولت سره خبرو ته کېني، د القاعده په ګډون تروریستي ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د متحدایالاتونو او متحدانو پرضد یې د افغانستان له خاورې حملې تنظیم کړي.

د دې په بدل کې امریکا ژمنه کړې چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي.

سټارز اېنډ سټرایپس د سیاسي شنونکو له قول لیکي چې وايي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر کمېدو د طالبانو هغه ادعا پیاوړې کړې ده چې ګنې دوی د بل هر وخت پرتله اوس بریا ته زیات نژدې شوي دي.

ورځپاڼې هغه راپور ته کتنه کړې چې په دې وروستیو کې د امریکا کانګرس ته وړاندې شو.

دا راپور په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو سرپلټونکي چمتو کړی دی. د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د دوحې پر موافقې د نژدې یو کال له اوښتو وروسته طالبانو د افغانستان پر دولتي ځواکونو بریدونو ته لا زور ورکړی، له القاعده شبکې سره یې اړيکې ټینګ ساتلي دي او داسې ښکاري چې د سولې په خبرو کې هېڅ راز امتیاز ورکولو ته چمتو نه دي.

سټارز اېنډ سټرایپس وړاندې لیکي:

د ولسمشر جوبایدن په مشرۍ ادارې، له طالبانو سره د امریکا موافقې ته بیا کتنه کړې او یو شمېر پالیسي جوړوونکو له ښاغلي بایډنه غوښتي دي چې د دې موافقې په اړه له سره له طالبانو سره خبرې وکړي.

ورځپاڼه په عین حال کې د یو شمېر طالب جنګیالیو له قوله لیکلي چې طالبانو امریکا او ناټو ته ماتې ورکړې ده.

د نصرالله (ج) په نوم په ننګرهار کې د طالبانو یوه ۲۵ کلن وسله وال سټارز اېنډ سټرایپس ته ویلي، طالب قوماندانانو دوی ته ډاډ ورکړی چې باید جګړې ته دوام ورکړي او ورته ویلي یې دي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان دولت سقوط وکړي.

  • بزنس انسایډر

خو امریکایۍ انلاین خپرونې بزنس انسایډر په خپل راپور کې د افغانستان یوه بله څېره انځور کړې.

دا راپور د کام ایر هوايي شرکت د هغې الوتنې په اړه دی چې ټوله عمله یې ښځې وې.

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي دي چې د افغانستان یوه عادي نوي دقیقې الوتنه خبر جوړوونکې شوه.

د تېرې چهارشنبې په ورځ له کابله هرات ته، د بویینګ ۷۳۷ الوتکې د دې الوتنې کپټانانې ۲۲ کلنه محدثه میرزايي او ویرونیکا بوریسووا وې. څلور نورې نجونې د دې پرواز کوربنې وې.

بزنس انسایډر د دې الوتنې د جریان او کار کوونکو څو تصویرونه هم خپاره کړي.

د خپرونې د راپور له مخې د یو ټیوب پېژندل شوې څېرې جاش کاهېل ته چې د کام ایر شرکت خدمات ارزوي، هم بلنه ورکړل شوې وه چې د دې الوتنې د سپرلۍ ملګرتیا ورکړي.

په بزنس انسایډر کې خپاره شوي تصویروهم ښاغلي کاهېل اخېستې دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG