د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

فارین پالېسي: جو بایډن ته افغانستان د لومړیتوبونو په سر کې نه‌دی


ځينې نړيوالې ورځپاڼې
ځينې نړيوالې ورځپاڼې
  • فارین پالېسي

فارین پالېسي وايي، دې ته په پام چې ولسمشر جو بایډن په خپل هېواد کې دننه او له هېواده دباندې ګڼې مسئلې په وړاندې لري، افغانستان ورته د لومړیتوبونو په سر کې نه‌دی خو له دې کبله چې د ټرمپ د ادارې او طالبانو د تېر کال د فبرورۍ د موافقې پر اساس له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو وخت په رانږدې کېدو دی، بایډن مجبوره دی چې په دې اړه پرېکړه وکړي.

فارین پالېسي لیکي، سره له دې چې بایډن ژمنه کړې وه چې دا بې‌پایه جګړه به پای ته ورسوي، خو پوښتنه دا نه‌ده چې ایا پوځیان به له افغانستانه وباسي، بلکې پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې ترلاسه شوې بریاوې څنګه خوندي کولای او دا یقیني کولای شي چې په دې هېواد کې د امریکا د څو لسیزو قربانۍ نه‌ضایع کېږي.

ډېر امریکایان سره له دې چې نه‌غواړي پوځیان‌یې په افغانستان کې پاتې شي، د دې پلوي هم نه‌دي چې د دې هېواد د تېرو دوو لسیزو بریاوې له خاورو سره خاورې شي.

  • ملېټري ټايمز

ملېټري ټایمز ورځپاڼې بیا له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په اړه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې خپرې کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې له افغانستانه د نورو بهرنیو پوځیانو وتل باید د افغانستان د سولې په خبرو کې له پرمختګ سره وتړل شي.

د ښاغلي ماس منظور دا دی چې که طالبان او دولت په سوله کې پرمختګ کوي، بهرني پوځیان دې هم ووځي او کنې تر هغو دې نه‌وځي چې په افغانستان کې د دایمي سولې په اړه ډاډ نه‌وي ترلاسه شوی.

ده دا هم ویلي، دې ته په پام چې د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو وروستۍ نېټې ته ډېر وخت نه‌دی پاتې، ګومان نه‌کوي چې تر هغه مهاله دې د سولې خبرې نتیجه ورکړي، نو بهرني پوځیان به یو څه زیاته موده په افغانستان کې پاتې شي.

ملېټري ټایمز د پنټاګون د چارواکو څرګندونو ته هم اشاره کړې چې وايي، طالبانو د تشدد د کمولو په شان خپلې ژمنې نه‌دي پوره کړي.

  • اورګنايزېشن اف ورلډ پيس

اورګنایزېشن اف ورلډ پیس هم په خپله انلاین خپرونه (او.ډبلیو. پي) کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو موضوع شاربلې ده.

د دې نشریې په باور، د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد‌ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲،۵۰۰ ته راکم کړ چې دا له ۲۰۰۱ را په دې خوا په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو تر ټولو لږ شمېر دی.

د دې خپرونې پر اساس، له افغانستانه د مې تر لومړۍ نېټې د ټولو امریکايي پوځیانو بشپړ وتل له یو لړ شرطونو سره تړل شوي و؛ لکه دا چې طالبان به له القاعده سره اړیکې شلوي او له افغان مشرانو سره به د سولې خبرې پیلوي.

دې خپرونې په بل ځای کې د افغانستان ۲۰ کلنې جګړې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، دا جګړه چې په ۲۰۰۱ کې پیل شوه، لا هم دوام لري او د بهرنیو اړیکو د شورا په باور طالبان په پنځو کې یوه برخه خاوره په کنټرول کې لري او د دغه هېواد ډیموکراسي ګواښي.

XS
SM
MD
LG