د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۲۷

په پاکستان کې د اپوزیسیون عمده ډلې پراخ اعتراضونه کوي


مولانا فضل الرحمن

د پاکستان د حکومت اپوزیسیون عمده ډلې د صدراعظم عمران خان پرضد د پراخو اعتراضونو د ترسره کولو خبرداری ورکړ.

د پاکستان د حکومت د سیاسي اپوزیسیون ائتلاف چې ۹ سیاسي ګوندونه په کې شامل دي، په ټول پاکستان کې د حکومت پرضد د پراخو مظاهرو د کولو خبرداری ورکړ.

دوی وايي، دغه مظاهرې به یې تر هغو روانې وي، چې عمران خان د صدارت له څوکۍ لیرې شوی نه وي.

د ۲۰۲۰م کال په نوامبر او ډسمبر میاشتو کې هم په لسګونو زره کسانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت پرضد احتجاجي جلسې وکړې او د صدراعظم عمران خان د لیرې کېدو تر څنګ یې له سره د شفافو ټاکنو غوښتنه وکړه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د مظاهرو او اعتراضونو برخوال ادعا لري، چې عمران خان د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې د پاکستان د ځواکمن پوځ په مرسته په تقلبي رایو واک ته رسول شوی دی.

په ملکي چارو کې د پوځي ادارو مداخله، پر ازادو رسنیو محدودیتونه او د مدني ازادیو ځپل هغه نور تورونه دي، چې د اپوزیسیون ګوندونه یې پر صدراعظم عمران خان پورې کوي، خو صدراعظم عمران خان او د پاکستان پوځ دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان له اپوزیسیون ډلو جوړ د ډیموکراتیک غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمن وايي، نن سې شنبه به په اسلام اباد کې د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د ودانۍ مخې ته مظاهرې وشي.

د هغه په خبره، عمران خان د خیریه مرستو په نوم بسپنه ټولوي او پر سیاسي کړکېچ او په ټاکنو کې یې پر درغلۍ لګوي.

پرون دوشنبه د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د خپلو مالي سرچینو په اړه د معلوماتو نه ورکولو له کبله د ۱۵۴ سناتورانو، د ملي او ایالتي اسمبلیو د استازو غړیتوب وځنډاوه.

په دوی کې د مرکزي حکومت درې وزیران هم شامل دي.

په پاکستان کې د ۲۰۱۷م کال د ټاکنو د قانون له مخې سیاستوال او سیاسي ګوندونه له بهره د مالي مرستې د منلو حق نه لري.

د قانون پر اساس د ملي اسمبلۍ او ایالتي پارلمانونو غړي باید هر کال د ډسمبر میاشتې تر ۳۱ مې نېټې خپلې شتمنۍ او مالي سرچینې ثبت کړي.

XS
SM
MD
LG