د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۴

د برېښنا د ګڼو پروژو له بشپړېدو سره سره کابل ښاریان له پرچاویو شکایت لري


یو شمېر کابل ښاریان وايي، د طالبانو حکومت د برښنا د بېلابېلو پروژو د پیل او پرانیستې خبرې کوي، خو دوی لا هم د برېښنا له پرجاوو سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت وخت په وخت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د پروژو د پرانیستنې او بشپړېدو خبرونه خپروي، یو شمیر کابل ښاریان وايي لا هم برېښنا کمه ده، او د دوی ستونزې پر خپل ځای دي.

د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکي بهزاد، ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هره ورځ اورو چې پروژه پرانیستل شوه، پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، خو موږ یې ګټه ونه لیده. د برېښنا پرچاوۍ ورځ تر بلې زیاتېږي. موږ یوازې په ورځ کې یو ساعت، کله ناکله دوه ساعته برېښنا لرو او زموږ ټول کارونه له ستونزو سره مخ دي."

د کابل ښار د کارته نو سیمې اوسېدونکې خاطرې هم ازادي راډیو ته وویل:

"په دې څو ورځو کې برېښنا بالکل خرابه شوې ده. که څه هم حکومت د برېښنا د تولید او وېش لپاره څو پروژې اخیستي او له خصوصي شرکتونو سره یې قراردادونه هم لاسلیک کړي، خو موږ یې ګټه ونه لیده او له برېښنا څخه مستفید نه شو."

دا شکایتونه په داسې حال کې دي چې د افغانستان برښنا شرکت په کابل کې د ۲،۶۷میلیارده افغانیو په ارزښت د درې برېښنايي پروژو د پرانیستې خبر ورکړی دی.

د دې شرکت اجرايي رئیس عبدالباري عمر چې تازه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارات د تشریفاتو رییس ټاکل شوی، پنجشنبه «د جنورۍ ۸مه» پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې په دې پروژو کې د ۳۴ مېګاواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا او د ۱۲۶ مېګاولټ‌امپیر ظرفیت لرونکي سب‌سټېشن جوړول، او دغه شان د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د مزي غځول شامل دي.

د ده په وینا، په تېر یو کال کې له کورنیو سرچینو څخه د څه باندې ۱۲۰۰ مېګاواټه برښنا د تولید لپاره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي، چې پکې د سکرو، اوبو، باد، ګاز او لمریزې انرژۍ کارونه شامل دي.

همدارنګه، د جنورۍ په ۶مه، د طالبانو تر کنټرول لاندې برښنا شرکت اعلان کړی و چې د سروبي لمریز برښنا تولیدوونکې دستګاه چې د ۲۲ اعشاریه ۷۵ مېګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

خو د برېښنا انجنیران په دې باور دي چې په لنډ وخت کې دا پروژې د افغانستان د برښنا د کمښت ستونزه نه شي حل کولای.

له دې ډلې صدیق‌الله حبیبي ازادي راډیو ته وویل:

"دا پروژې له تخنیکي پلوه نه شي کولای د خلکو ستونزه په لنډ وخت کې حل کړي، ځکه هره پروژه له بشپړېدو څخه تر ګټې اخیستنې پورې یوې ټاکلې مودې ته اړتیا لري. تر کومه چې دا بهیر بشپړ نه شي، د خلکو د برېښنا ستونزه نه شي حلېدای. د دې ستونزې د حل یوازینۍ لار دا ده چې د داسې پروژو د تطبیق لپاره لا ډېرې هڅې وشي، تر څو د وارداتي برېښنا تر څنګ کورنی تولید هم زیات شي."

مخکې تر دې هم د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې، په څو ځلي د برېښنا د کمښت او پرچاویو په اړه شکایتونه کړي دي.

خو د یادونې ده چې دا ستونزه نوې نه ده او په تیر جمهوري نظام کې هم د برښنا د کمښت په اړه شکایتونه موجود وو.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو،ان‌،ډي‌، پي) په ۱۴۰۲ کال کې اعلان کړی و چې د افغانستان د برېښنا سکتور له سترو ننګونو سره مخ دی، چې پکې په کلیوالو سیمو کې برېښنا ته محدود لاسرسی او پر وارداتي برېښنا پراخ اتکا شامله ده.

د افغامستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) د معلوماتو له مخې، د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه د اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه تأمینېږي، چې دې چارې افغانستان د برښنا د پرې کېدو او کمېدو پر وړاندې زیان‌ګالی ګرځولی دی.

XS
SM
MD
LG