د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۸

مولانا فضل‌الرحمن په اسلام‌اباد کې خپل احتجاج ختم کړ

مولانا فضل‌الرحمن ټینګار وکړ چې پلویان به‌یې پر حکومت د فشار راوړلو لپاره له ښارونو بهر د لویو لارو په اوږدو کې کېني.
مولانا فضل‌الرحمن ټینګار وکړ چې پلویان به‌یې پر حکومت د فشار راوړلو لپاره له ښارونو بهر د لویو لارو په اوږدو کې کېني.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د صدراعظم عمران خان د حکومت پر ضد اعتراضي غونډه (د ازادۍ مارش) پای ته ورسوله.

فضل‌الرحمن د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۳مه) د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې په پلازمېنه کې د احتجاج د ختمولو اعلان وکړ، خو پر خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې احتجاجونه دې د هېواد نورو برخو ته وغځوي، ترڅو پر حکومت فشار راشي او عمران خان استعفا ورکړي.

فضل‌الرحمن د حکومت ضد احتجاجونه تر هغې وروسته د پاکستان نورو برخو ته وغځول چې نوموړي تېره ورځ ویلي و، تر چهارشنبې وروسته به د اجتجاج دوهم پلان (پلان بي) عملي کړي.

نوموړي خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال له حکومته وغوښتل چې د ستنېدونکو کسانو مخه دې نه‌نیسي او زیاته‌یې کړه: "ستاسو د احتجاج لومړي پړاو د حکومت جرړې پرې کړي؛ دوهم پړاو کې به پرې نور زور هم راوړو. اوس دېوال له ځایه ښورېدلی دی."

فضل‌الرحمن ټینګار وکړ چې پلویان به‌یې پر حکومت د فشار راوړلو لپاره له ښارونو بهر د لویو لارو په اوږدو کې کېني، خو ټینګار یې وکړ چې د خلکو ورځنی ژوند به له خنډ سره مخ نه‌کړو.

د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ دغه احتجاج د تېرې اکټوبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د لاریون په بڼه له کراچۍ پیل شو چې د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه اسلام‌اباد ته تر رسېدو وروسته‌یې دغلته دېره واچوله او نږدې ۱۳ ورځې پاتې شول.

د فضل‌الرحمن په دغه حکومت ضد مارش کې د پاکستان د اپوزېسیون ټول ګوندونه د هغه ملګري وو چې د صدراعظم عمران خان استعفا یې غوښته او همدا شان‌یې د پوځ له لاسوهنې پرته د نویو ټاکنو غوښتنه هم کوله.

د یادونې وړ ده چې د عمران خان حکومت د استعفا او نویو ټاکنو غوښتنه ناسمه بلله، خو ټینګار یې کاوه چې پر نورو مسایلو له اپوزېسیون سره خبرو ته چمتو دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG