د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

پاکستان کې د روان کړکېچ ختمولو هڅې روانې دي


د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د افراطي مذهبي ډلې جمعيت علماى اسلام په رهبرۍ د ازادۍ د مارش په نوم دغه مظاهرې پرون هم روانې وې. 
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د افراطي مذهبي ډلې جمعيت علماى اسلام په رهبرۍ د ازادۍ د مارش په نوم دغه مظاهرې پرون هم روانې وې. 

د پاکستان د حکومت او د اپوزيسيون مرکچيان پرون ونه توانېدل څو په دې هېواد کې روان کړکېچ ته د حل لاره ومومي.

د پاکستان د حکومت او د اپوزيسيون د مرکچيانو ترمنځ په خبرو کې د روان کړکېچ د ختمېدو هڅې ناکامه شوې.

د صدراعظم عمران خان يوه همکار ويلي، د حکومت او اپوزيسيون د مرکچيانو ډلې به هڅه وکړي، څو د روان کړکېچ د حل لپاره مشترکات پيدا کړي.

د حکومت د مرکچي ډلې مشر پروېز خټک ويلي، پر ځينو موضوعاتو موافقه شوې، خو پر ځينو اوس هم خنډ شته.

ښاغلي خټک ويلي چې د مذاکرو لړۍ به روانه ساتي او هڅه به کوي څو داسې حل لار پيدا شي چې د اپوزيسيون عزت هم پرځای پاتې شي او حکومت هم متاثره نه شي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د افراطي مذهبي ډلې جمعيت علماى اسلام په رهبرۍ د ازادۍ د مارش په نوم دغه مظاهرې پرون هم روانې وې.

دوى د صدراعظم عمران خان ليرې کېدل او په پاکستان کې له سره انتخابات غواړي.

اعتراض کوونکي د پاکستان له بېلابېلو برخو اسلام اباد ته تللي، چې وايي د خپلو غوښتنو د عملي کېدو لپاره يې کړاو پر ځان منلى دى.

محمد سليم د بلوچستان ايالت له لورلايي سيمې اسلام اباد ته تللى.

هغه د ازادۍ راډيو مشال څانګې ته وويل: "زموږ هر څه له خپل طرف څخه دي، خپله ډوډۍ خپله تنظيموو، کله چې ماښام مهال يخني وي، موږ يې پروا نه کوو، موږ دلته د قربانۍ لپاره راغلي يو، هر حکم چې زموږ مشران يې راکوي، موږ يې عملي کوو."

د جمعيت علماى اسلام تر څنګ په اعتراضونو کې لږ تر لږه د اپوزيسيون اته نورې ډلې هم شاملې دي.

اعتراض کوونکي وايي، هغه ټاکنې، چې په نتيجه کې يې تېر کال عمران خان واک ته ورسېد، د پوځ تر نفوذ لاندې ترسره شوي دي.

دوى وايي، د دې لپاره چې حکومت د پاکستان د ځواکمنو جنرالانو په ولکه کې وي، په ټاکنو کې لاسوهنه شوې ده.

د پاکستان د حکومت مرکچيان وايي، د صدراعظم استعفا ته سوال نه پيدا کېږي او د نويو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه موجه نه ده.

XS
SM
MD
LG