د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

تمه ده چې د پاکستان د حکومت د سیاسي مخالفینو لاریون نن اسلام اباد ته ورسېږي


مه ده چې په پاکستان کې د حکومت د سیاسي مخالفینو لاریون نن اسلام اباد ته ورسېږي.

چارواکي د پاکستان په اسلام اباد کې د اپوزیسیون ګوندونو له خوا د جماعت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن په نوښت د ازادۍ په نوم ور روان لاریون ته لارې او کوڅې په نښه کړي او د پلازمېنې او راولپنډۍ اوسېدونکو ته ویل شوي دي چې پر هغو لارو دې تګ راتګ نه کوي چې معترضان یې کاروي.

د ازادي راډیو د مشال څانګې د خبریال د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې کلک امنیتي تدابیر نیولي او د وسلو د کنټرول لپاره یې د تلاشۍ پوستې جوړې کړي، امنیتي چارواکو پر عادي پولیسو سربېره د رینجر په نوم ځانګړي ځواکونه او نور سرتېري په بېلابېلو سیمو کې ځای پرځای کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، صدراعظم عمران خان د لاریون له تنظیموونکو مشرانو سره په کتنه کې خبرداری ورکړی چې که له اصولو او قوانینو څخه سرغړونه وکړي نو پرضد به یې جدي اقدامات وشي.

د پاکستان عمده سیاسي ګوندونو لکه مسلم لیګ نون، پیپل پارټۍ، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او یو شمیر نورو له ازادۍ لاریون سره خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

دا لاریون د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۷مه د کراچۍ له سهراب ګوټ ښاره روان شو او د اکتوبر په ۲۸ مه پنجاب ایالت ته ورسېد.

مولانا فضل الرحمن تېر ماښام د پنجاب په ګوجراواله ښار کې د ازادۍ لاریون ګډونوالو ته د وینا پرمهال د صدراعظم عمران خان د استعفا پر غوښتنه ټینګار وکړ او ویې ویل: "نن د هېواد ټول ولسونه سره یوځای شوي او د آزادۍ لاریون غوښتنه چې اوس یو ملي ارمان ترې جوړ شوی، تکراروي او هغه دا چې د ۲۰۱۸ کال د جولای د ۲۵ مې انتخابات نه مني، د انتخاباتو په پای کې واک ته رسېدلی حکومت نامشروع دی، د پاکستان په جمهوریت کې د داسې حکومت جوړولو ته اړتیا نشته او موږ د هغه امانت بېرته سپارل غواړو."

د جماعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن
د جماعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن

اپوزیسیون تور لګوي چې په پروسږنو انتخاباتو کې درغلي شوې او پوځ لاسوهنه پکې کړې، خو د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون، واکمن تحریک انصاف ګوند او پوځ دا تورونه ردوي.

تحریک انصاف ګوند ویلي چې خپله پنځه کلنه دوره به پوره کوي او د ازادۍ د لاریون د ګډونوالو هغه غوښتنه به ونه منل شي چې وايي، عمران خان دې استعفا وکړي.

استعفا د لاریونوالو له څلورو غوښتنو یوه ده.

د پوځ له لاسوهنې پرته له وخته مخکې انتخابات، د اساسي قانون پر اسلامي موادو عمل او د سیاسي بندیانو خوشې کول د دوی درې نورې غوښتنې دي.

XS
SM
MD
LG