د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

 مولانا فضل الرحمن: عمران دې تر دوو ورځو له واکه لرې شي


د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د ازادۍ مارش ته د وینا پرمهال
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د ازادۍ مارش ته د وینا پرمهال

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن عمران خان ته دوه ورځې وخت ورکړی څو له واکه لرې شي.

د پاکستان په پلازمېنه آسلام اباد کې د ازادۍ مارش روان دی.

سلګونه زره پاکستانیان د مولانا فضل الرحمن د ګوند د جمعیت علمای اسلام ف په لارښوونه اسلام آباد ته د اعتراض لپاره ورغلي دي.

د ازادۍ مارش د اسلام آباد په نهم فیز سیمه کې د اتوار بازار ترڅنګ پر لوی میدان جوړ شوی دی.

په اسلام آباد کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په مشرۍ مارش
په اسلام آباد کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په مشرۍ مارش

د هغوی یوه اساسي غوښتنه دا ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان دې استعفی ورکړي.

مولانا فضل الرحمن پرون په اسلام آباد کې لاریونوالو ته په وینا کې وویل:" زه عمران خان ته د استعفی لپاره دوه ورځې وخت ورکوم."

هغه په دې اړه چې د دوه ورځني مهلت تر بشپړېدو وروسته به څه کوي ډیر جزئیات ور نه کړل خو خبرداری يې ورکړ چې څوک دې د دوی حوصله نه آزمايي.

د پاکستان پوځ ته په غیرمستقیم ډول په اشاره کې مولانا د پاکستان پر حکومتي تشکیلاتو غږ وکړ، چې د عمران خان ملاتړ دې نه کوي.

په پاکستان کې د ازادۍ مارش ملاتړ یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو هم کړی دی.

خو عمران خان پر خپل دریځ کلک پاتې شوی او خپل مخالفان یې تورن کړي چې له مارش څخه د حکومت پر ضد د وسیلې په توګه کار اخلي.

عمران خان پرون په ګېلګېت بلتستان کې د وینا پرمهال وویل: "هغوی هېڅ اجنډا نه لري او پاشلي فکرونه کوي."

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

مولانا فضل الرحمن دا اعتراضي لاریون د اکټوبر په ۲۷مه له کراچۍ څخه پیل کړی دی.

د ازادۍ مارش ګډونوال په بسونو، شخصي موټرو او حتی پر بایسکلونو د اسلام اباد پر لور روان شوي وو.

هغوی له واکه د عمران خان د لرې کېدو تر څنګ درې نورې اساسي غوښتنې هم لري.

د ازادۍ مارش غړي غواړي څو د پوځ له لاس وهنې پرته بیاځلي ټولټاکنې وشي، په اساسي قانون کې د اسلامي اصولو ضمانت وشي او هغه سیاسي شخصیتونه خوشې شي چې په پاکستان کې د احتساب د ملي ادارې په حکم نیول شوي دي.

له خیبر پښتونخوا هم د یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو لکه عوامي نېشنل، د پاکستان د خلکو، قومي وطن او مسلم لیګ نون ګوندونو کاروانونه د ازادۍ له مارش سره د یوځای کېدو لپاره اسلام آباد ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG