د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

په کوېټه کې د پاکستان حکومت ضد لویه مظاهره وشوه


د پاکستان د حکومت پر ضد لویه مظاهره
د پاکستان د حکومت پر ضد لویه مظاهره

په کوېټه کې د پاکستان د حکومت پر ضد لویه مظاهره وشوه.

د اپوزېسیون له ۱۱ ګوندونو جوړ نوي ائتلاف د صدراعظم عمران خان د لیرۍ کولو لپاره د خپل کمپاین په ترڅ کې پرون یکشنبه د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه کې یو لوی لاریون رابللی و.

د اپوزېسیون د ګوندونو جګپوړو مشرانو په روانه میاشت کې په دوو نورو لویو ښارونو کې هم د عمران خان پر ضد چې د دوی په وینا د پاکستان د اقتصادي بحران پر وړاندې په مبارزه کې ناکام دی، لویې غونډې جوړې کړې وې.

د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز چې د مسلم لیګ ن مشري کوي په پرونۍ غونډه کې د نورو ستونزو ترڅنګ د ډېرو خلکو د ورکېدو مسئله چې تور یې د پاکستان پر پوځ لګېدلی دی، راپورته کړه.

مریم نواز
مریم نواز

مریم نواز زیاته کړه: "په کوېټه کې زما خویندو او وروڼو، ماته معلومه ده چې دلته تنکي ځوانان تښتول کېږي، یا د هغوی ټوټې ټوټې مړي موندل کېږي او یا د تل لپاره تري تم کېږي. دا اوس مې د حسیبې کامراني په نوم یوه ماشومه ولیده چې په ژړا راته راغله. هغه د کوېټې ده. د هغې درې ځوان وروڼه له کلونو راهیسې ورک شوي او برخلیک‌یې څرګند نه‌دی. شرم، شرم، شرم!"

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو د تېرې یکشنبې په ورځ هم په کراچۍ کې یوه لویه غونډه کې د عمران خان له حکومت څخه چې دوی وايي پوځ‌یې ملاتړ کوي، خپله ناخوښي څرګنده کړه.

پرون په داسې حال کې چې په کوېټه کې د اپوزېسیون لاریون روان وو د غونډې له ځایه یوازې څو کیلومتره لیرې یوه چاودنه وشوه. د کوېټې د پولیسو یوه چارواکي ازهر اکرم وویل د ښار په یوه بازار کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې درې کسان مړه او دوه نور تپیان شول.

سیمه‌ییزو ټلوېزیوني چینلونو د څو سوځېدلو موټرو تصویرونه وښودل. د دې برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی.

بلوجستان کې لاریون
بلوجستان کې لاریون

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاهواني وویل چې له لاریون مخکې د امنیت د ټینګښت لپاره ټیلیفوني خدمات بند وو او اضافي ځواکونه هم ځای پر ځای شوي وو.

شاهواني زیاته کړه چې دوی د اپوزېسیون ګوندونو ته د امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی و.

بلوچستان چې پراخې طبیعي زېرمې لري له څو لسیزو راهیسې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو ډګر دی. پر تندلارو اسلام‌پالو ډلو سربېره بلوڅ بېلتون‌پال د لازیاتې کورواکۍ او د دې ایالت په طبیعي زېرمو کې د ډېرې ونډې غوښتنه کوي.

د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې بلوڅ وسله‌والو ډلو د تېلو او ګاز د برخې د کارکوونکو د موټرو پر کاروان چې حکومتي ملېشو یې ساتنه کوله برید وکړ او ۱۵ کسان‌یې ووژل.

XS
SM
MD
LG