د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د احتساب محکمې نواز شریف ته د ۱۰ کالو بند سزا ورکړه


په پاکستان کې د احتساب محکمې د دغه هېواد پخوانی صدراعظم او د مسلم لیګ «ن» مشر نواز شریف ته د ۱۰ کالو او د هغه لور مریم نواز ته د ۷ کالو د بند سزا واوروله.

د احتساب محکمې دغه پرېکړه د جمعې په ورځ کړې چې په نتیجه کې یې پر نواز شریف او د هغه پر لور سربېره د هغه زوم کیپټن صفدر ته هم د ۱ کال د بند سزا واورل شوه.

دغې محکمې د دې ترڅنګ پر نوازشریف د ۸ میلیونو او هغه پر لور ۲ میلیونه پاونډو جریمه هم لګولې او په لندن کې یې د نواز شریف د کورنۍ د اپارټمنټونو د ضبطولو امر هم کړی دی.

د نواز شریف لور مریم نواز
د نواز شریف لور مریم نواز

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد پر پخواني صدراعظم نوازشریف او د هغه پر اولادونو تور دی چې له هېواده بهر جایدادونه او شتمنۍ لري او په کومه لار چې یې دغه شتمنۍ ترلاسه کړې، د هغه په ښودلو کې پاتې راغلي دي.

خو نوازشریف بیا بیا ویلي چې د یوې یوې روپۍ حساب یې ورکړی او د احتساب محکمې او په پانامه اسنادو کې یې خپل نااهله کېدل انتقامي ګامونه بللي دي.

نواز شریف ته د احتساب محکمې له خوا د بند د سزا تر اورېدو مخکې د پاکستان سترې محکمې نوموړی د تېر ۲۰۱۷مېلادي کال په همدې جولايي میاشت په ۲۸مه نېټه د پانامه اسنادو په قضیه کې نااهله کړ چې بیا وروسته یې له صدراعظمۍ له څوکۍ استعفا ورکړه.

سترې محکمې د پاناما اسنادو د قضیې تر پرېکړې وروسته احتساب محکمې ته امر کړی وی چې د نواز شریف او د هغه د کورنۍ د جایدادونو په اړه پلټنې وکړي چې په ترڅ کې یې د ایون فیلډ په نامه قضیې پیل شوه او تر نېږدې ۹ میاشتو اورېدنې وروسته یې نن پرېکړه اعلان شوه.

نوازشریف له خپل لور مریم شریف او نورو پلویانو سره
نوازشریف له خپل لور مریم شریف او نورو پلویانو سره

د احتساب محکمې له خوا نواز شریف ته د سزا ورکولو د پرېکړې پر مهال په اسلام اباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول او د محکمې پر لور د لارو د بندېداد ترڅنګ په ښار کې سلګونه پولیس او نور امنیتي ځواکونه هم ځای پرځای شوي و.

د احتساب محکمې د نننۍ پرېکړې له مخې مریم نواز او مېړه یې کیپټن صفدر د روانې میاشت په ۲۵مه نېټه د پاکستان په عمومي ټولټاکنو کې هم برخه نه شي اخیستای.

د یادونې وړ ده چې نواز شریف یا لور یې مریم نواز لا تر دې دمه د احتساب محکمې د پرېکړې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG