د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

د پاکستان ستره محکمه: شاهد خاقان عباسي په ټاکنو کې ګډون کولای شي


شاهد خاقان عباسي
شاهد خاقان عباسي

د پاکستان سترې محکمې حکم ورکړ چې د دغه هېواد پخوانی صدراعظم شاهد خاقان عباسي کولی شي د پاکستان د راتلونکې میاشتې په پارلماني انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ د یوې انتخاباتي محکمې هغه پرېکړه رد کړه چې ویلي یې وو د پاکستان پخوانی صدراعظم شاهد خاقان عباسي نشي کولی د دغه هېواد په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

په دې سره د سترې محکمې پرېکړې د پاکستان د مسلم لیګ پر ګوند چې د تېر کال له جولای میاشتې راهیسې له بحران سره مخامخ وو، د یوه بل ګوزار مخه ونیوله.

شاهد خاقان عباسي په دوو حوزو کې په انتخاباتي کمپاین بوخت وو چې محکمې په اسلام آباد کې د هغه له کور سره نېږدې په انتخاباتي حوزې کې د نوموړي ګډون منع کړی وو.

عباسي په دې حوزه کې د پاکستان د یوه بل سیاستوال او پخواني کرکټ لوبغاړي عمران خان سره سیالي کوله.

د ښاغلي عباسي مدافع وکیل خواجه طارق رحیم رویټرز خبري آژانس ته وویل:

"موږ له سترې محکمې څخه د ممنوعیت د تعلیق حکم ترلاسه کړ."

د کاندیدانو د صلاحیت ردول «په انتخاباتو کې د ګډون ممانعت» یوه له هغو ستونزو ده چې د نواز شریف مسلم لیګ ګوند د جولای د ۲۵ تر انتخاباتو دمخه ورسره مخامخ دی.

نواز شربف نور په ټاکنو کې برخه نشي اخیستی

د پاکستان سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد یو پخوانی وزیر دانیال عزیز چوهدري چې د مسلم لیګ ګوند غړی دی، په راتلونکو انتخاباتو کې له ګډون څخه له دې کبله منع کړ چې پر سترې محکمې یې انتقاد کړی وو.

د پاکستان ستره محکمه
د پاکستان ستره محکمه

دانیال عزیز د یوه ساسیتوال په توګه د نواز شریف د حذفولو له کبله پر سترې محکمې انتقاد وکړ چې محکمې دا کار سپکاوی وباله.

نواز شریف استدلال کوي چې د پاکستان پوځ د قضایي قوې له لوړ پوړو چارواکو سره په ګډه د هغو پرېکړو پلوي کړې چې دی یې د تل لپاره له سیاسته لېري کړ.

د سترې محکمې پرونی حکم یوه ورځ وروسته له هغه صادر شو چې یوې پاکستانۍ انتخاباتي محکمې وویل چې شاهد خاقان عباسي د خپلې شتمنۍ په اړه جزئیات نه دي شریک کړي.

خو عباسي دغه تورونه ردويؤ هغه ویلي:

"ما ټوله هغه شتمني چې زما پلار په ۱۹۴۷کال کې اخیستې وه، ثبت کړې ده."

شاهد خاقان عباسي د نوازشریف د ګوند یو عمده مشر وو چې د شریف تر سلب صلاحیت کېدو وروسته د هغه ځای ناستی شو.

XS
SM
MD
LG