د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د پاکستان حکومت او اپوزېسیون: نوی صدراعظم دې مؤقت حکومت جوړ او انتخابات وکړي


د پاکستان حکومت او اپوزېسیون پرون دوشنبه نوي صدراعظم ته دنده وسپارله چې مؤقت حکومت جوړ او انتخابات ترسره کړي.

د پاکستان حکومت او پارلمان اعلان وکړ چې د مؤقت حکومت د جوړولو او پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو دنده پخواني قاضي‌القضات ناصرالملک ته سپارل شوې ده.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي، د پارلمان په ولسي جرګه کې د اپوزېسیون مشر سید خورشید شاه او د ملي اسامبلۍ مشر ایاز صادق پرون دوشنبه په اسلام‎اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، مؤظف صدراعظم ناصرالملک به مؤقت حکومت جوړ او د روان کال د جولای په ۲۵مه به انتخابات ترسره کړي.

د پاکستان په ولسي جرګه کې د اپوزېسیون مشر سید خورشید شاه خبریالانو ته وویل چې د مؤقت صدراعظم د غوره کولو پرېکړه د ټولو په خوښه شوې ده.

د پاکستان په ولسي جرګه کې د اپوزیسیون مشر سید خورشیدشاه
د پاکستان په ولسي جرګه کې د اپوزیسیون مشر سید خورشیدشاه

هغه په دولتي مأموریتونو کې د ناصرالملک د کار ستاینه وکړه:

"هغه نوم چې د مؤظف صدراعظم په توګه غوره شوی، ناصر الملک دی. هغه د پاکستان قاضي‎القضات پاتې شوی او خپل تاریخي رول‌یې لوبولی دی. هیله‎مند یم چې خدای به دا جذبه او همت ورکړي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جولای په ۲۵مه په پاکستان کې د انتخاباتو په ترسره کولو بریالی شي."

۶۸ کلن ناصرالملک د ۲۰۱۴ کال له جولای څخه د ۲۰۱۵ کال تر اګسټ میاشتې پورې د پاکستان قاضي‌القضات و.

له هغه مخکې د سترې محکمې لوړ رتبه قاضي او تر هغه هم مخکې په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د ایالتي محکمې قاضي‌القضات و.

د پاکستان حکومت او د اپوزېسیون ګوندونو له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د مؤقت صدراعظم د غوره کولو لپاره بحثونه پیل کړي وو.

د پاکستان حکومت او اسامبلیو د کار دوره د روانې مې میاشتې په ۳۱مه نېټه پای ته رسېږي.

د ۲۲۴ میلیونه وګړو او اټمي وسلو لرونکی پاکستان له کلونو راهیسې له سیاسي بحران سره لاس او ګرېوان دی او په تېرو شپږو لسیزو کې د دې هېواد په لنډ تاریخ کې ډېری حکومتونه د خپلې پنځه کلنې دورې په پوره کولو نه‎دي بریالي شوي.

پاکستان د پوځي کودتاګانو هېواد دی او نواز شریف د دې هېواد وروستی صدراعظم هم تېر کال د فساد په تور د سترې محکمې له حکم سره سم له واکه لیرې شو.

خو د نواز شریف ګوند چې په مسلم لیګ نواز مشهور دی تر اوسه په واک کې دی.

XS
SM
MD
LG