د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د پاکستان پارلمان له خېبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمې یوځای کېدل تأیید کړل


د پاکستان پارلمان «قومي اسامبلۍ» د پنجشنبې په ورځ د فاټا اصلاحاتو قانوني بل تأیید کړ چې له مخې به‌یې قبایلي سیمې له خېبر پښتونخوا صوبې سره ګډې شي.

له خېبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د ګډولو په اړه ۳۱م قانوني ترمیمي بل د پاکستان د قانون او انصاف وزیر محمود بشير وړاندې کړ چې د دغه پارلمان غړو په غوڅ اکثریت تأیید کړ.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان په پارلمان کې له خېبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمې د ګډولو د قانوني بل په ملاتړ کې ۲۲۹ او په مخالفت کې یې یوازې ۱ رأیه واچول شوه.

که څه هم د پاکستان ډېری سیاسي ګوندونو له خېبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمې د ګډولو د قانوني بل ملاتړ وکړ، خو د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ جمعیت‌العلماء اسلام او د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو د پارلمان په غونډه کې ګډون ونه‌کړ.

د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

په پارلمان کې د دغه بل تر تأیید وروسته د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو ویناوو کې له خېبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمې د ګډولو په اړه د پارلمان پرېکړه تاریخي وبلله.

په پاکستان کې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ «ن» د حکومت تر راتلو وروسته د قبایلي سیمو د برخلیک د ټاکلو په اړه یوه کمېټه جوړه کړه چې ډېرې غونډې یې وکړې او په دې لړ کې یې قانون سازي وکړه.

له خېبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو تر ګډولو وروسته به په دغو سیمو کې د انګرېزانو د مهال قانون «FCR» هم ختم شي چې د قبایلي سیمو پخوانۍ غوښتنه وه.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې هم څو ورځې وړاندې په یوې بېړنۍ غونډه کې له خېبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمې د ګډولو له پرېکړې ملاتړ کړی و.

XS
SM
MD
LG